څارنوال حشمت عبیدي
د بشر د حقوقو درواغجنه او سرکښه امریکا چې تل ټولې بشري ټولنې ټولنې په ډول ډول پوګه شعارونو تېرباسي خو په عمل کې بیا په ډېر مهارت داسې جنایات ترسره کوي چې په بشري تاریخ کې یې ساری نه لیدل کیږي د نورو شعارونو تر څنګ یو درواغجن او له منافقته ډک شعار یې د بشري حقوقو د ساتنې شعار دی چې اصلي موخه یې داده چې باید نورې پرګنې د امریکايی بشر حقوق وساتي خو امریکاین بیا د نور بشریت د حقوقو په ساتلو مکلفیت نلري بلکې برعکس که ډول جنایات ترسره هم کړي قضايی مصؤنیت هم لري چې ښه بیلګه یې د غني له غلامې ادارې سره امنیتي تړون دی دا کومه ادعا نده بلکې ټوله نړۍ یې ګوري چې په افغانستان کې څومره بې دریغه قتل عام پیل کړی چې هره ورځ په لسګونو بې ګناه افغانان د ښځو او ماشومانو په په شمول په خورا بې دردۍ وژنی او برسیره پرې افتخار هم کوي همدا نن ټرمپ په ډېر افتخار سره وویل چې یوازې په تې سپتمبر کې یې 948 افغانان وژلي خو ځېنې له عقل نه خلاص نا افغانان یی لا ننګه هم کوي او د دا ډول وژنو ملاتړ هم کوي. په داسې حال کې چې کله يې له اتلس کاله مخکې يرغل او حمله کوله کوله نو بيا يې دا شعار ورکړی وو چې ګواکې په افغانستان، عراق او نورو اسلامي سيمو کې بشري حقونه تر پښو لاندې شوي دي.
خو اوس دا دی ټرمپ په خپله اقرار کوي چې تقريباً د زرو په خوا او شا کې بمباردونه مو په افغانستان باندې تر سره کړي دي. نو بايد ووايو چې امريکا په ټوله نړۍ کې دوحشت په تاريخ کې ساری نه لري.


















