کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۷ تله ، ۱۳۹۸ل)
تیره شپه دولتي ځواکونو دپکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې په یوه دیني مدرسه چاپه وهلې چې درنده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د راپورونو له مخې یاده چاپه دخوشامند اړوند په نظام خېلو او نورمحمد سیمو کې وهل شوې چې مدرسه په مکمله توګه نړېدلې، څلور کوچني ماشومان شهیدان شوي او درې تنه یې له ځانه سره بیولي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا په دیني مقدساتو او روحاني مراکزو ښکاره یرغل بللی، او عاملین یې دسختې سزا مستحق یاد کړي دي.
تردې وړاندې هم دګډحکومت ځواکونو او بهرنیو ملګرو یې په مساجدو او مدارسو ړندې بمبارۍ کړي او طالب العلمان یې وسله والو طالبانو سره دخواخوږۍ په تور په شهادت رسولي.


















