چين طالبانو ته په بين الأفغاني کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۱، چهارشنبه)
د چين ځانګړي استازي د طالبانو سياسي مرستيال ملا برادر سره کتلي او د طالبانو یو لوی هيئت ته يې په راتلونکي بين الأفغاني غونډه کې د ګډون بلنه ورکړې.
په قطر د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکي، چې د چين ځانګړي استازي د اکتوبر مياشتې د ۲۲ نيټې په ماښام له ملابرادر سره کتلي او په بيجينګ کې د راتلونکې غونډې په اړه يې ورسره خبرې کړي زياتوي:” دا.ا.سیاسي مرستیال او دسیاسي دفتر مشر محترم ملا برادر اخند او ورسره هئيت یې نن ماښام [2019/10/22] نیټه د افغانستان لپاره دچین خاص استازي ډين ژيجون او په قطر کې د چین سفیر سره وکتل.دواړو خواووپه بیجنګ کې د راتلونکي بین الافغاني کنفرانس اوسولې د پروسې په اړه خبرې وکړې”.
ټاکل شوې چې راتلونکې دوشنبه او سه شنبه د اکتوبر پر اته ويشتمه او نهه ويشتمه نيټه د چين په پلازمينه بيجينګ کې د چين په کوربه توب یو بين الأفغاني کنفرانس جوړ چې پکې به د طالبانو د پلاوي سربيره له کابل څخه هم پنځه ويشت کسيز پلاوی ګډون وکړي.
ويل کيږي، له کابله د پلاوي مشري به حامدکرزی کوي چې ځینې پخواني چارواکي او سياستوال به يې ملتيا کوي.
په عين حال کې طالب وياند ښاغلی شاهين وايي، دغه غونډه په مسکو او دوحه کې د شويو کنفرانسونو لړۍ ده چې ټول ګډونوال يې په شخصي توګه ګډون کوي زياتوي: “د چین هیواد د محترم ملا برادر اخند په مشرۍ دا.امارت یو لوی هئيت ته په کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړې.یادکنفرانس په مسکو او دوحه کې دشویو کنفرانسونو لړۍ ده. ټول ګډونوال په شخصي توګه ګډون کوي او د افغانستان د مسئلې د حل دلارو چارو په اړه خپل شخصي نظر وړاندې کوي”.
په داسې حال کې دا کنفرانس جوړيږي چې د امريکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو تر لغوه کيدو وروسته یو ځل بيا دامریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د چين او سيمې هيوادونو په سفر وتلی، هڅه کوي طالبانو سره یو ځل بيا دريدلي مذاکرات پيل کړي.



