د معتادينو د درملنې هڅه: طالبانو د معتادينو لپاره اصلاحي مرکز پرانيست

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۱، چهارشنبه)
په وروستيو کې کلونو کې په افغانستان کې د مخدره توکو د توليد کچه په بيساري ډول لوړه شوې چې ورسره د هيواد په بيلابيلو ولايتونو کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمير هم زيات شوی چې هیوادوال يې اندېښمن کړي دي.
طالبانو د معتادينو د درملنې لپاره هڅه پيل کړې او د هغوی لپاره يې په لومړي ځل په لغمان ولايت کې یو اصلاحي مرکز پرانست.
په ۲۰۱۵م کال کې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې (UNODC) سروې له مخې چې په افغانستان کې د معتادينو شمېر درې اعشاريه پنځه ميليونه کسان ښودل شوی و خو تر اوسه بیا نوې سروې نه ده ترسره شوې خو د اټکل له مخې چې معتادين هر کال په سلو کې پنځه اعشاريه شپږ لوړېږي.
طالبانو کابل ټکی کام ته په راليږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د دغه ولايت لپاره د طالبانو نظامي او ملکي مسؤولينو، علماء کرامو او ولسي خلکو په غوښتنه د معتادینو لپاره اصلاحي مرکز پرانيست.
طالبان وايي، د دغه مرکز د پرانيستلو پر مهال په لومړي ځل ۴۳ معتادين یاد مرکز کې تر روزنې لاندې نيول شوي.
د يادو معتادينو لپاره حمامونه، مسجد، امام، استادان، اصلاحي روزنه، نظافت ساتل، ځغاسته، سپورت، د لمانځه زده کړه، ټاکلې اندازه خوب، تفريح او د هغوی ديني پوهې تربیت هم ورکول کیږي.
طالبانو هيله څرګنده کړې څو ياده امتحاني دوره بريالۍ او نورو ولايتونو ته هم وغځوي زياتوي: “هیله کیږي چې دغه امتحاني دور به بریالۍ شي او د امکاناتو په پيدا کولو سره به دا پروګرام نورو ولایاتو او سیمو ته هم سرایت وکړي چې د معتادینو او د هغو له کورنیو سره مرسته شوي وي”.
دا په داسې حال کې ده، چې يوازې درې ورځې مخکې د لغمان په قرغيو ولسوالۍ کې په نشه يي توکو روږدي یو تن تر لفظي شخړې وروسته خپله مور پر ډزو ووژله، پلار او ورور يې ټپيان کړل.
که څه هم په هيواد کې د اطرافو تر څنګ په ښارونو کې هم په نشه يي توکو د روږدو کسانو شمير مخ پر لوړيدو دی چې حکومت، د نشه يي توکو د مخنيوي بنسټونو يې پر وړاندې لازم اقدامات نه دي کړي.



