په ملوکيت او جمهوریت کې ولې خلک وېریږي او په اسلامي نظام کې نه؟؟؟

ډاکټر یوسف اکبري
په اسلام کې نه ملوکيت او پاچايي نظام شته چې يو ټولواک پاچا به وي، تر مرګه به پاچا وي او د هغه له مرګه وروسته به د هغه په اولاد، کهول او نسل کې په ميراثي توګه پاچايي پاتې وي او داسلسله به همداسې روانه وي .
او نه پکې جمهوريت شته چې چا زيات ووټونه او رايې وګټلې؛ هغه به جمهور رئيس وي او بې توله بې توپيره به سرونه شمېرل کېږي او تميز به پکې نه وي؛ په جمهوريت کې که چېرته نهو پوهانو، نېکانو، هوښيارانو او د دين، وطن او نواميسو پېژندونکيو، ژغورونکيو او ساتونکيو يو سړي ته د لياقت، پوهې، ديانت او اهليت په بنسټ رايې ورکړې، او لسو نالايقو، احمقانو، بدکارانو، او بې تميزو بدتميزو بل چاته د نفسي غوښتنو په بنسټ او بې توله بې توپيره رايې ورکړې، نو د لسو رايو څښتن به حکومت کوي!!!!!.
ډېر خلک له رايو ورکولو نه محروم ګڼل کېږي، اکثره درغلۍ پکې کېږي، دښمنۍ، جګړې او اختلافونه زېږوي، بې ځايه مالونه پکې مصرفېږي، د دروغو وعدې پکې کېږي، ډېر خلک د څه مودې لپاره له کارکولو نه پاتې کېږي، کارخانې ودرېږي او بشري ټولنه له ډېرو ښېګړو نه محرومېږي.
په اسلام کې د سياسي نظام بنسټ اسلامي خلافت دى او خلافت او امامت په اسلام کې ستر مسئوليت دى. د ملوکيت او جمهوريت غوندې د اسراف، ترف،عياشۍ، ظلم، ستم، استبداد او استعباد لوړې څوکې ته د رسېدو لار او پوړۍ نه ده. په اسلامي خلافت کې امام او خليفه د علم، صحت، ديانت، تقوىٰ، قوي ادارې، سپېڅلتيا، عدل، عفت، مروئت او بصيرت ځانګړتياوې او مشخصات لري، چې د همدې غوندې ځانګړتياؤ لرونکي اهل الحل والعقد يې ټاکي. او که د عزل کوم لامل هرکله پکې وموندل شو، په همغه ورځ معزول دى. د اسلام اصيل خلافت به د داعشيانو غوندې د نوم خلافت نه وي،چې د طاغوتانو استخبارات پکې ننوتي دي،ظلم او وحشت يې داسې بريد ته ورسېد چې اسلامي خلافت يې بدنام کړ….. او نه به د ايران، سعودي غوندې تش په نوم اسلامي نظام وي….. بلکې مونږ په تاريخ کې د عملي عادلو خلافتونو بېلګې او ساري لرو، چې هغه د څلورو راشدو خلفاؤ ( ابوبکر، عمر، عثمان، علي) رضی الله عنهم او عمربن عبدالعزيز رحمه الله غوندې درنې سټې دي.
الله سبحانه وتعالى له مونږ نه بشپړ اسلامي نظام غواړي، چې هغه د ژوند په هر اړخ، هرځاى، هر وخت او هر چا حاوي او پلى وي. نيمګړى او لنډى بوچى اسلام الله تعالى ته منظور نه دى . لکه چې فرمايي:
(أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاء مَن يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنكُمْ إِلاَّ خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ). سورة البقرة:٨٥.
( آيا تاسو د کتاب په ځينې برخې ايمان راوړئ او په ځينې کفر کوئ؟! په تاسو کې چې څوک دا کار کوي؛ د هغه بدله يواځې دا ده چې په نږدې ژوند کې ورته رسوايي ده او د قيامت په ورځ به سخت عذاب ته وروګرځول شي. او الله د هغو عملونو په هکله بې غوره نه دى چې تاسو يې کوئ ).
اسلام د ژوند بشپړ نظام دى او بشپړ پلي کېدل او نافذېدل غواړي. ځينې خلک ګمان کوي چې د اسلام نافذېدل يواځې د حدودو نافذول دي! دا بېخي ناسمه ده. اسلام د سياسي، اقتصادي، فرهنګي، پوځي، اداري، د ښوونې او روزنې، روغتيا او نورو نظامونو لپاره کوټلي، ګټور او دعدل په بنسټ ولاړ قوانين او اصول لري.
که د اسلام پوره نظام نافذ شي، نو جرمونه او جنايتونه به له سټه ورک شي، شخړې او جګړې به نه وي، سوکالي او امنيت به وي، د ښوونې او روزنې رڼا به عامه، بې کړاوه او وړيا وي، د حکومت به دا مسئوليت، دنده او ذمه واري وي، چې هر چاته انصاف او حقوق د کور دروازې ته وړيا ورورسوي، بنديزونه به يواځې په جرمونو، جنايتونو، ظلمونو، او نارواو وي، نور به په هېڅ انسان هېڅ انساني بنديز نه وي او هر انسان ته به خپل ټول حقوق بشپړ ورکول کېږي. په اسلامي نظام کې حکومت کول کوم امتياز او فضيلت نه دى بلکې يو لوى او دروند بار او مسئوليت دى.
په اسلامي نظام کې چې هر کله څوک کوم حکومتي چارواکى وګوري، نو د امنيت، ښېګړې، لارښوونې، مرستې، لاسنيوي او خوښۍ احساس به کوي. او د اوسنيو ظالمانو چارواکو په څېر به څوک د حکومتي چارواکي په ليدو د وېرې، وحشت او هيبت احساس نه کوي. د اوسنيو طاغوتي نظامونو پوليس چې څوک وويني لکه ډاکو، غل او دښمن چې وويني.
په اسلامي نظام کې د رشوت اواداري فساد غوندې د لعنتونو په کلکه مخنيوى کېږي.
د عمربن عبدالعزيز رحمه الله د خلافت په دور کې يو قاضي دوه کاله بې کاره تېر کړل چې د دې دوه کلونو په اوږدو کې هېڅ ډول جرم، جنايت، ظلم او جګړه ونه شوه چې قاضي ته د تللو اړتيا پيداشي. هغه به خپله د شپې او ورځې په کوڅو کې ګرځېده، د رعيت له حال احوال نه به يې ځان خبرواه، هسې نه چې څوک وږى وي، او د خوراک څه نه لري، ناروغ وي، د علاج دارو درمل نه لري، بله کومه ستونزه ورته نه وي پېښه شوې، چې مرسته ورسره وکړم، چاپه چا تېرى نه وي کړى، چې د ظالم مخه ونيسم، مظلوم ته خپل حق وسپارم، اوښکې يې وچې کړم او غچ ورته واخلم.
زمونږ په عصر کې د اسلام ډېر دعوېدار او د علم حاملين د اسلام بشپړ نظام ته د هڅو په ځاى د اسلام څو مسالې راټينګې کړې دي، يواځې همغه اسلام ګڼي، يواځې هغو ته بلنه ورکوي او يواځې د هغو په بنسټ دوستي او دښمني کوي، چا د اسلام يو شپږ احکام او محاسن د دعوت بنسټونه ګرځولي دي او نور ټول اسلام يې شاته غورځولى دى، اسلام يې له جومات پورې محدود کړى دى، سيکولرېزم ته عملي کار کوي، په اسلامي امت طاغوتي نظامونه مسلط دي، د قرآن او اسلامي شريعت په ځاى وضعي قوانين نافذ دي،د اسلام په ګناه مسلمانان په زندانونو اوجېلونو کې پراته دي او يواځې نارينه نه بلکې ډېرې ښځينه د زندانونو د تورو تمبو شاته پرتې دي، عفتونه او عصمتونه يې لوټېږي، يواځې د اسلام په ګناه د ځوانانو، بوډاګانو، پېغلو او مړوخو نوکان او غاښونه ايستل کېږي، وهل کېږي، شهيدانېږي، د اسلامي امت په حريم او زمکنيو بريدونو تېرى کېږي، په مظلومو ولسونو وسله وال يرغلونه کېږي، د درندو درندو بمونو، ميزايلو او ګوليو لاندې د ښځو، ماشومانو، بوډاګانواو ځوانانو غوښې ټوټه ټوټه الوځي، جوماتونه او مدرسې ړنګېږي، کتابونه او قرآنونه ټوټه ټوټه په وينو کې پراته دي، د اسلام دښمنان د قرآن له پاسه پښې ږدي، په کموډ کې يې غورځوي….. خو د شپږ نمبرو مسلمان ته دا ټول بې تفاوته دي، هغه عملا له قرآن او جهاد نه منکر دى، هغه د حال په ژبه لا څه چې د قال په ژبه وايي چې د کافر وژل کوم کمال نه دى او د حال په ژبه وايي چې پېغمبر اوصحابه کرامو چې د بدر، احد، حنين او په نورو غزواتو کې خپل سرونه په لاس کې نيولي وو او د الله تعالی په حکم يې د کلمة الله د اعلاء لپاره داسلام دښمنان هم وژل او خپله هم شهيدانېدل، هغه (العياذ بالله) ناپوهه وو!!!.
نورو بيا چا د لمانځه دوه درې مسالې راټينګې کړې دي، چا يواځې قبرونه او باباګان پسې راخيستي دي، په شرک القبور رد کوي خو د شرک القصور ارتکاب کوي،څوک د طاغوتي جمهوريت د چارواکۍ مسند ته د رسېدلو لپاره مرده باد، زنده باد وايي، د کفر له لارې اسلام ته د خدمت په نامه له اسلام سره جفا کوي، اسلام د ډيزلو په پرمټ پلوري .
څوک يواځې له نوم پسې نښتي دي… څوک څه او څوک څه غواړي. له دې ټولونه لاره ورکه ده او په شاړو سر دي. يواځې هغه څوک به په صراط مستقيم روان وي، چې خپله هم پوره اسلام غواړي او نوروته هم د بشپړ اسلامي نظام د پلي کولو لپاره بلنه ورکوي، خپل مال، ځان، عرض، پت او عزت له اسلام نه قربانوي او د کلمة الله د اعلاء لپاره مبارزه کوي. د همداسې ريښتينو مؤمنانو په لاس به ان شاء الله بشپړ اسلامي نظام نافذېږي .
(ويومئذ يفرح المؤمنون).
له بده مرغه اسلامي امت په وړو دولتونو، تنظيمونو، ډلګيو، مذهبونو او مسلکونو وېشل شوى دى، عوام څوک له چا او څوک له چاپسې روان دي، د اسلامي خلافت د قيام او د اسلامي امت د جوړولو او رغولو په ځاى دغو تقسيمونو ته کار کېږي،امت لا زيات وېشل کېږي او اختلافات لا زياتېږي.
نن د اسلام د دروغجنو مدعيانو او حاکمانو له لاسه اسلامي نظام اصلا عوامو ليدلى نه دى چې ورته تشويق شي. خلک دغو د طاغوتي نظامونو نامسلمانو چارواکو، د تنظيمونو او ډلګيو مشرانو او دروغجنو مدعيانو ته ګوري او د دوى د دروغو په دعوو، ناوړو اعمالو او درغليو اسلامي نظام پرتله کوي او قياسوي. د دوى عملي ژوند خو د کرکې وړ دى.
مونږ اوس په عمل کې چاته د اسلامي نظام بېلګه نه شو په ګوته کولى. هغه د عدل نظام يواځې په منابرو، دفاترو او مقابرو کې پاتې دى. په منبر يې د دين مخلص او متدين علماء بيانولى شي، په کتابونو کې يې تفصيل او بېلګې شته، او چاچې عملي کړى ؤ او د اسلامي نظام عملي بېلګې وې؛ هغوى په اديرو کې پراته دي.
که اسلامي نظام او اسلامي خلافت په صحيح معنی پلى او په عمل کې نافذ او وښوول شي، نو د اسلام معتنقين او بچي به د سوکالۍ او نېکمرغۍ ژوند وکړي، د خوښۍ احساس به وکړي او د اطمينان سا به واخلي، په هر څه کې به مثبت بدلون، اووښتون او سمون راشي. او له اسلام نه د باندې ولسونه او قومونه به دغه د عدل او ښېګړې نظام ته وپسخېږي.
(وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا)
إن شاء الله تعالى .
(وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ وَنُمَكِّنَ لَهُمْ فِي الأَرْضِ). سورة القصص: ٥- ٦.
(اومونږ غواړو چې په زمکه کې په کمزورو ګڼل شويو باندې احسان وکړو مشران يې وټاکو، وارثان ېې کړو او په زمکه کې ورته حکومت ورکړو.



