د ترکيې او روسيې هوکړه؛ سوريه کې پوځي عمليات ودرول شول
(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۱، چهارشنبه)
د ترکيې د ولسشمر رجب طيب اردوغان له خپل روسي سيال ولاديميربوټين سره تر ليدنې وروسته د دواړو هیوادونو تر منځ هوکړه شوې چې له مخې يې په سوريه کې د ترکي پوځ عملیات درول شوي دي.
طيب اردوغان او پوټین د روسيې په سوچي ښار کې تر اووه ساعته خبرو اترو روسته په یوه غونډه کې ګډون وکړ چې پکې د عملياتو پر بندولو، له سيمې څخه د کردانو ايستلو او سوري کډوال په خپله خوښه ستنولو مادې هم پکې شاملې دي.
په هوکړه کې راغلي، چې د وای پي جي وسله وال به له سیمې ايستل کيږي، پوځي تأسيسات به يې نړول کيږي، د سوريې خاوره له ويشلو ساتل، د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه، د اکتوبر له ۲۳ به روسي ځواکونه او سوري سرحدي عسکر د واي پي جي وسله والو تر ديرش کيلومترۍ ليرې واټن د ايستلو لپاره زمینه برابروي، په سيمه کې به ترکي او روسي ځواکونه ګډې ګزمې پيلوي، د منبج او تل رفعيت ښارونو څخه به وای پي جي وسله وال ايستل کيږي، دواړه خواوې به د سوريې د موجوده اختلافاتو په سياسي لارو د حل هڅې کوي او دغه راز په هوکړه کې د نوي اساسي قانون د کميټې د فعاليتونو ملاتړ به کوي.
د روسيې د دفاع وزير ويلي، هر څومره ژر چې له سیمې کردي وسله وال په شاه کيږي ، ترکي پوځيان به هم د سوريې خاوره پريږدي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان روسيې ته له تګ وړاندې ويلي و که امریکا د سوريې له شماله د کردي وسله والو د وتلو په تړاو خپلې ژمنې عملي نه کړي نو يو ځل بيا به په سيمه کې پياوړي عملیات پيل کړي.



