د انسان په جامه کې درنده ګان

امرالله عمران

د تاریخ ځیني پړاوونه د زغم وتلې وي، موږ هم دهمدغه تاریخ یو برخه یو.

د هغه تاریخ برخه یو چې هلته یو انسان دخپل واک او مادې مفاد لپاره د نورو انسانانو وینه څښل خپل سالم حق او میلې وجیبه او مباریزه ګڼي ؟

د هغه ماډرن جهالت تاریخ یادوم چې هلته  پکې په زرهاوو انسانان ددې په خاطر وژل کیږي چې هغوي الهي فرمان ته ژمن دي.

موږ د داسې وحشتونو ننداري وکړي چې د انسان په جامه کې درنده ګانو په لیدلو د ځنګل وحشي حیوانات په خپل وحشت وشرمیدل!

موږ تاریخ تر ټولو لویدلې خلک تجربه کړل، چې د انسانې مفکوري د عملي کولو لپاره یو نه ، دوه نه ، بلکې په زرهاوو روزلي ځوانان قربان کړل، او په مقابل کې یې د همدو په توسط په زرهاوو انسانان ووژل، یواځی په خوب ویده ماشومان ښځې، ځوانان یې ونه وژل بلکې ښادۍ ته راغلي په نکریزو سره لاسونه، سرې شونډې معصومې د خندا څیرې یې هم ونشوې زغملی، په هغویې هم بمونه وغورزول داسې چې د نکریزو رنګ او دوینو رنګ سره نه پیژندل کیده.

موږ همهاله هغه بوزدله څیرې ولیدلې چې له خنداریې خولې نه راټولیدې او ښه په جرأت یې سيپاره په لاس د معصومو ماشومانو وژل خپله لاسته راوړنه یادوله.

موږ نور دڅومره وحشتونو ننداره وکړو؟

نو تر کله یې وکړو؟

د انسان په جامه کې درنده ګان به ترکله دا وحشت تکراروي؟

اې!! په جماتونو یې بمونه وغورزول، الله تعالی ته په سجده پراته انسانان یې ووژل، سيپاره په لاس معصوم ماشومانو یې هم سرفه ونه کړه ، ودونه جنازې یې بمبارکړې، په خوب ویده کورنۍ یې د خاورو لاندې کړي، ځوانان یې ونیول شکنجه یې کړل، زندانونه یې پرې ډک کړل.

ددې ټولو وحشتونو سره سره عجیبه خو لادا ده، چې خپل درنده توب راته روزانه د رسنیو له لارې د صلح رحمۍ په نوم راپیژني خپل وحشتي مسیر راته په شعارونو کې رانغاړي، د بشرحقونه، د بیان ازادي، ترقي، پیشرفت سیالي، اونور….

په مقابل کې د خپل مظلومیت غږ پورته کیدونکی، مجرم دی، او په همدې مجرم دی چې ولې یې د بشرحقونو، بیان ازادۍ په شتون کې خپل د مظلومیت غږ پورته کړی؟

او د جرم سزا یې هم یواځې مرګ شکنجه او زندان دی.

مربوطه مطالب

Back to top button