د ناټو دفاع وزيران سبا پنجشنبه د افغانستان په اړه غونډه کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸، لړم ۱، چهارشنبه)
د ناټو د سرمنشي مرستيال وياند پيز کزالي د افغانستان په اړه د ناټو دفاع وزيرانو د غونډې جوړيدو خبر ورکړ.
نوموړي ويلي، چې د ناټو غونډه به سبا بنجشنبه د بلجيم په مرکز بروکسل کې جوړه شوي او د ناټو غړي هيوادونه به افغانستان کې د خپل ماموريت په اړه خپله ژمنيا وښيي.
د کزالي په وينا، د دغه غونډې موخه د پوځيانو، د هغوی د تميول او د افغانستان دفاعي ځواکونه لا پياوړي څو له ترورزم سره مبارزه وکړي او د سولې ټينګيدو ته زمينه برابره شي.
دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په مرکزي دفتر کې د افغانستان د سولې مسئلې په اړه هم بحث شوی دی.
په یاده غونډه کې د اروپايي اتحاد، فرانسې، جرمني، ايټاليا، ناروي، برتانيې، ملګرو ملتونو او امریکا استازو برخه اخيستې وه چې د غونډې پره اخره کې يې د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې افغانان جنګ ختمول، سوله غواړي چې دوامداره سوله یوازې د خبر او سياسي جوړجاړي له لارې شونې ده.



