کابل ټکى کام(شنبه ، ١١ لړم ، ١٣٩٨ل)
د جمعيت علماء اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د جمعې په ماښام اسلام اباد کې د زرګونو لاریونکونو ته په وینا کې د کومې مشخصې ادارې له يادولو پرته ويلي، له ادارو سره ټکر نه غواړي خو په وينا يې، ادارې هم باید خپله بې طرفي ثابته کړي.
مولانا ويلي و ” موږ ادارې بې طرفه ليدل غواړو؛ خو که ادارې د جعلي حکومت ملاتړ وکړي؛ نو دوه ورځې وخت لري، بيا به مخکې ځي او د ادارو په هکله دوی خپله رايه لري”.
د مولانا فضل الرحمن د دې څرګندونو په هکله د پاکستان په شخصي تلويزیون (ای ار وايي) باندې د پوځ وياند جنرال اصف غفور د يوې پوښتنې په ځواب کې ويلي:
” لومړی باید (مولانا) نه دا پوښتنه وشي چې هغه کومې ادارې ښيي، او که هغه پوځ يادوي؛ نو پوځ بې طرفه اداره ده. موږ د قانون په پلي کيدو باور لرو او په جمهوري توګه د يو منتخب شوي ملاتړ کوو، نه د يوخاص ګوند “.
نوموړي وويل “که مولانا سره په انتخاباتو کې د درغلیو شکايتونه وي؛ نو د دې پرځای چې پوځ تورنوي؛ نو د رسمي کمیسیونونو له لارې دې دا موضوع حل کړي”.
مولانا فضل الرحمن چې د جمعې په ماښام د ازادۍ مارچ ګډون والو ته وېنا کوله د اپوزيسیون ګوندونو مشران هم ورسره په سټيج ولاړ وو.
مولانا فضل الرحمن تېره شپه د يو مطبوعاتي کانفرانس سره په خبرو کې د پوځي وياند بيان ته په غبرګون کې وويل:
“د پوځ وياند چې کوم بيان ورکړی دی دا بيان د سياستوال کار و او پوځ وياند چې څنګه ويلي دي، هماغه شان دې په عملي ډول هم بې پرېتوب ثابت کړي.”
د دې پوښتنې په ځواب کې له ادارو دده مطلب کومه اداره وه، مولانا وويل:
“پوځي وياند په خپله دا خبره کړې ده چې د مولانا فضل الرحمن د ادارې نه مطلب څه دی. پوځ دې د سياست نه لرې وساتل شي او که په تېر وخت کې پوځ کومه غلطي کړي وي نو بيا هم دوی د ادارو سره ټکر نه غواړي بيا پوځي وياند ولې اداره د اولس سره په ټکر کوي”.
هغه وويل: ” په دې ډول بيانونو د دوی ارادې او تحريک نه بدليږي، سبا (نن شنبه) به زموږ د رهبري کمېټۍ غونډه کيږي او د راتلونکې تګلارې په هکله به مشورې کوو”.















