ټرمپ؛ ډموکراټ نوماند بټو اورورک ته دسپي خطاب کړی دی

کابل ټکى کام (شنبه، ۱۱ لړم ، ١٣٩٨ل)

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د راتلونکي کال ولسمشرۍ ټاکنو نوماند بټو اورورک ته په خپلو څرګندونو کې کلک سپکاوی کړی دی.

وروسته ترهغه چې بټو اورورګ له انتخاباتي منډو ترړو منصرف شو، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اورورک لکه سپی له انتخاباتي منډو بهر شو.

اورورک چې د ډموکراټانو له ډلې د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند و، نن یې ویلي، راتلونکو ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نه نوماندوي.

د ټرمپ دې ډول څرګندونو د امریکایانو توند غبرګونونه پارولي دي او له نوموړي یې غوښتنه کړې ده چې د کلام عفت خوندي کړي.

امریکایان وایي، ټرمپ په تېر ځل ټاکنو کې هم ځان په ورته څرګندونو یوه روپۍ کړ او اوس بیا ټاکنې دي، ښایي نور ګلان هم وکري.

ټرمپ دامریکا په تاریخ کې یو له هغو ولسمشرانو دی چې هیڅ استقامت او اخلاقي قالب نه لري، نوموړی بغیر له کوم فکر هر اقدام کوي؛ که څه هم پایلې یې منفي او دده په زیان وي.

مربوطه مطالب

Back to top button