کابل ټکى کام (يکشنبه ، ١٢ لړم ، ١٣٩٨ل)
کولمبیا کې یوه ۱۷ کلنه نجلۍ په داسې له داسې ناروغي سره لاس او ګريوان ده چې له امله یې دوه پرله پسې میاشتې خوب کوي.
په نړۍ کې داسې ډير خلک شته چې په عجیبه ناروغیو ککړ وي او آن د ژوند په عامو شپو کې خوب نه ورځي، خو داسې خلک هم په نړۍ کې شتون لري چې د ناروغۍ له امله دوه پرله پسې میاشتې خوب کوي.
په کولمبیا کې دا ۱۷ کلنه نجلۍ چې “شارک” نومېږي د دوه کلنۍ په عمر کې د “کلین لیون سنډروم” په نانوم د یوې ځورونکې ناروغۍ سره مخ شوې ده، دا ناروغي دټولې نړۍ په کچه یوازې په ۴۰ کسانو کې موندل شوې ده.
د “کلین لیون سنډروم” په دې جالبې ناروغۍ کې ، انسانان ډیر خوب کوي او په ناروغۍ ککړ انسان خپل لنډ وخت او ځینې نور مهم وختونه د مسلسل خوب له وجې له لاسه ورکوي.
د رسنیو د راپورونو په بنسټ، ياده نجلۍ د دوه میاشتو لپاره ویده وه ، په داسې حال کې چې د جنورۍ او فبرورۍ میاشتو کې دغې نجلۍ د ۲۲ ورځو لپاره خوب کړى و.
د معلوماتو له مخې کله چې دا نجلۍ ویده شي، مور یې څو ساعتونه په مسلسل ډول هغې ته خوراک ور کوي ترڅو هغه په آرامي سره خوراک هضم کړي.
دنړۍ مشهورو خبري اژانسونو هم د دې نجلۍ په تړوا ویلي دي چې مور یې دا مهال مجبوره ده چې ۱۷ کلنې “شارک” ساتنې لپاره خپله دنده پریږدي.
د يادونې وړ ده چې دغې مور د کولمبیا له حکومت څخه هم غوښتنه کړې ده چې د هغې د لور د روغتیا په برخه کې دې ورسره پراخه مرسته وکړي ترڅو له دغې ځورونکى ناروغۍ څخه د دنجات لار پیداکړي.
















