پښتون ته به حیث قام د ناپوهۍ او بې شعورۍ ډلیز پېغور مه ورکوئ!

ليکوال: شفيع اعظم

پښتون ته به حیث قام د ناپوهۍ او بې شعورۍ ډلیز پېغور مه ورکوئ!

د افغانستان د وروسته پاتې والي او جګړو پېغور پښتنو ته ورکول کېږي او ځیني بیا په ډېر توهین امېز ډول کله پنځه زره کلن تاریخ سپکوي، کله یی د شړومبو وطن بولي او کله په بل سپک لفظ ټول پښتون قام په سپکه یادوي.
دا ټولیز قضاوت ډیر ظالمانه، احساساتي او خورا ماشومانه دی. پښتون نه جاهل دی نه ناپوه. پښتانه پخوا هم او اوس هم د دې سیمې یو معزز، با درایته او قوي خلک دي. له تېرو څو پېړیو چې کومې ناخوالې او بدې ورځې پدې قام راغلي د نړۍ په بل هر قام که راغلې وې نو هغوی به په فزیکي او شخصتی لحاظ کاملا محوه او صرف د تاریخ یو باب وو. زموږ مقاومت او زموږ بقا زموږ د پختګۍ او قوت نښه ده.
پښتنو په تېرو څو لسیزو کې په بهرنیو هیوادونو لښکر کشي نده کړې چې دویته ته دې د جګړه ایز او شرارتي قام خطاب وشي. موږ د نړۍ یو له خطرناکې جغرافیې کې اوسو چې هر ځل د زبرځواکونو د تقابل نقطه ګرځېدلې یو او موږ صرف د خپل وطن او هویت خوندیتوب لپاره جګړې ته مجبور شوي یو.
پښتانه انګلینډ ته جګړې لپاره نه وو تللي بلکه دا انګریزان ول چې زموږ په کور راننوتل. روسانو هم زموږ ملک کې اول سیاسی مداخلې پېل کړې بیا یې پای په نظامي یرغل منتج شو. اوس هم امریکا زموږ په کور راننوتې، زموږ د هوا او زمکې اختیار یې په خپله ولکه اخیستی او زموږ ځینو ځوانانو نه یې اجورتي قاتلان جوړ او بېرته پرې زموږ خپل خلک داړي او بیا د بشر او نورو سازمانونو په نوم همدا امریکایان دي چې راپور خپور کړي او وایي دا قطعات په بشر ضد کړنو کې لتاړ دي. (بی بی سی راپور وګورئ) مقصد پښتنو په امریکا یرغل ندی ور وړی او موږ هسې د اسامه په ټس کې د یوې جوړې شوې توطیې قرباني شوو چې امریکا هیڅ وضاحت اورېدو ته چمتو نه وه.
پښتنو تر ننه د خپلې بقا او هویت خوندي کولو لپاره مقاومت کړی او تر ننه د دغو تپل شویو جګړو بېه پرې کوي. دا چې په تش لاس یې اول له انګریز سره ډغره و وهله انګریز له راجه ولوېد او بیا چې شوروي سره ټنډه په ټنډه شو روسیه ترې جوړه شوه او اوس چې امریکا سره اتلس کاله مقاومت کوي نو پایله کی یې نړۍ له یکه تازۍ او واحد قطبي نه څو قطبي کېدو خوا روانه ده؛ دا په خپله د دې عظیم قام او ملت د قوت، سیاسي بصیریت او لوی تمدن ښکارندوی دی.
موږ واړه خلک او بی تمدنه قام نه یو چې ژر په نورو تمدنونو او د دوی په جوړو شویو چارچوبونو او قوانیونو کې ذوب شو.
موږ خپل هویت او خپل ارزښتونه لرو نو ځکه مو ملت د برچو او B-52 په زور تپل شوي قوانین بېرته په مخ ور توف کړل.
په خپل ځان او د دې قام په تمدن او وړتیا باور پکار دی چې هغه مزل پدې سیمه او خطه کې نورو قامونو په کلونو وهلې، نو موږ یې له سولې وروسته په میاشتو کې د وهلو وړتیا لرو.
د کرکیټ مزل یې کوچنۍ بېلګه ده چې نورو ملتونو کوم مزل په پېړیو کې و وهه هغه موږ په څو کالو کې ګام تر ګامه کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button