کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۲ لړم ، ١٣٩٨ل)
د ایران وتلي مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای امریکا سره د دې هېواد د مذاکراتو منع کېدل خپله بریا بللې، اوپه خبره یې، دې اقدام سره تهران وتوانېد چې د دښمن د نفوذ مخه ونیسي.
خامنه ای زیاته کړې، له امریکا سره د ایران له لوري د مذاکراتو نه منل، د ایرانیانو لپاره د ویاړ خو د امریکا لپاره د شرم او ماتې نښه ده.
نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پرون وویل، پر تهران د امریکا نویو بندیزونو د واشنګټن د کړنلارو ناکامي څرګنده کړې ده.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا او ایران تر منځ اړیکې یو ځل بیا د ترینګلتیا اوج ته رسېدلې دي چې په پایله کې یې ایران د امریکا تر سختو اقتصادي فشارونو لاندې راغلی دی.
خو دواشنګټن له لوري لګېدلي بندیزونو دتهران غوسه راپارولې او دخبرو دروازه یې تړلې ده. تهران وایي، تر هغه چې واشنګتن بندیزونه نه وي لرې کړي؛ خبرو ته به حاضر نشي.
















