جمو کشمیر کې د سختې واورې له امله مرګ ژوبله رامنځته شوې

کابل ټکى کام (جمعه، ۱۷ لړم ، ١٣٩٨ل)

د هند تر ولکې لاندې په جمو کشمیر کې د واورې اورښت له امله د څلورو تنو هندي سرتېرو په ګډون ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هندي رسنۍ وایي، سرتېرو د کپواړا په سیمه کې د واورین توپان په نتیجه کې له واورو لاندې شوي او دوه تنه نور یې په یوه ترافیکي پېښه کې وژل شوي دي.

د هند د هوا پېژندنې ادارې ویلي، چې په سري نګر کې ۳۵ سانتي متره واوره ورېدلې خو په کپواړا، شوپیان، ګندبال او باره مولا سیمو کې د واورې لوړوالی له سلو تر ۱۳۰ سانتي مترو پورې رسیږي.

په سیمه کې د ډیرو زیاتو واورو ورېدو او هوا حالاتو د خرابوالي له امله ټول ښوونځي او تعلیمي اداراې رخصت شوي او همدا راز د ډیری سیمو مواصلاتي لارې هم تړل شوي دي.

دې ځای کې د لا زیاتې واورې اورښت احتمال شته، سیمه کې خلک اندیښمن دي او دمرستو غوښتنه کوي، خو هندي حکومت تر اوسه اړو خلکو ته هیڅ قسمه مرستې نه دي رسولي.

مربوطه مطالب

Back to top button