ایران د برېتانیا استخباراتي او پوځي ادارې د ترهګرو ډلو په توګه اعلان کړې

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۵ل)
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د برېتانیا د حکومت د دښمنانه اقداماتو په غبرګون کې د دغه هېواد د استخباراتي او پوځي بنسټونو پر وړاندې د متقابلو اقداماتو اعلان کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه اعلامیه کې ویلي، چې د برېتانیا بهرنۍ استخباراتي اداره «ایم‌آی‌سیکس» (MI6) یې د دښمنې ډلې په توګه پېژندلې او د دغه هېواد شاهي سمندري او هوايي ځواکونه یې ترهګر سازمانونه اعلان کړي دي.

د اعلامیې له مخې، دغه پرېکړه د ایران د ملي امنیت د عالي شورا د مصوبې پر بنسټ شوې او د برېتانیا د هغو اقداماتو په غبرګون کې نیول شوې، چې تهران یې د ایران پر وړاندې دښمنانه بولي.

ایران د برېتانیا له لوري د امریکا او اسرائیلو په جګړه کې پر ایران د پوځي او لوژستیکي ملاتړ تور پورې کړی او همداراز یې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د دغه هېواد د دولتي ګواښونو په قانون کې شاملول د متقابلو اقداماتو له لاملونو ګڼلي دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دغه اقدامات د نړیوالو قوانینو او د متقابل عمل د اصل په چوکاټ کې ترسره شوي او د پایلو مسؤولیت به یې د برېتانیا د پر غاړه وي.

مربوطه مطالب

Back to top button