کرزي یو ځل بیا دګډو ځواکونو له لوري روان عملیات غیر انساني او بشر ضد جنایات بللي دي

کابل ټکى کام (شنبه، ۱۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په لغمان کې د امریکایي ځواکونو له لوري د ملکي خلکو د موټرو سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.
د کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزی دغه پېښه چې له امله یې یو شمېر ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته، ظالمانه، غیر انساني عمل، بشري ضد جنایت او له افغان ولس سره زیاتی بولي.
خبرپاڼه کاږي، نوموړي د بې دفاع ملکي وګړو پر وړاندې د نظامي عملیاتو د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه کړې ده.
هغه یو وار بیا پر ټولو افغانانو غږ کړی دی چې په هېواد کې د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره سره یو موټی شي او له سوله ییزو لارو دې روانې بې مانا او اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
کرزی دافغان جګړې او امریکایي جنایاتو افغانی مؤسس بلل کیږي، نوموړي په خپل دور کې دافغان سولې په اړه هیڅ اقدامات ونکړل، بلکه وار په وار یې د دې پاکو هیلو مخالفت وکړ، خو نوموړی اوس دسولې شعار داسې مهال بدرګه کوي چې هیڅ په لاس کې نه لري.



