نعت شريف؛ فضل باري مشفق

زړګی مې دې ستا ياد کې په ژړا وي محمده!
درود او سلامونه دې په تا وي محمده!
تياره تياره جهان کې رڼايي شوه خوشالي شوه
ميلاد دې مبارک حبيبه ستا وي محمده!
چې کله به ستا عشق کې زه انجام ته ورسيږم
له ماسره هر وخت دغه سودا وي محمده!
زړه خوښ، ماغزه ارام او ژوند وږمه د پسرلي وي
چې کله ستا د ذکر مشغولا وي محمده
چې تاپسې رنځور، تاپسې مړ شم او شهيد شم
مقام به بيا زما څومره اعلی وي محمده!
ديدن د ستا د سترګو، روڼ جبين او ښکلو زلفو
هر وخت د مشفق دغه تمنا وي محمده!
صلی الله عليه وسلم
۱۲ ربيع الاول ۱۴۴۱
فضل باري مشفق



