جورج بوش: امریکا تر بل هر وخت ډېر یو بې ثباته وضعیت کې قرار لري

کابل ټکى کام (شنبه، ۱۸ لړم ، ١٣٩٨ل)

د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په یوې تازه مرکه کې ویلي، امریکا اوسمهال په تر ټولو بد وضعیت کې قرار لري.

هغه زیاته کړې، امریکا تر بل هر وخت ډېر یو بې ثباته وضعیت تجربه کوي چې دا د اندیښنې ځای دی.

بوش ویلي، دی راتلونکې ته خوشبین دی ځکه چې په وینا یې ډموکراسي پخپله خپل ځان ترمیمولی شي، ګنې اوس هېواد په داسې وضعیت کې دی چې ده یې په تېر کې هیڅ سارې نه وه لیدلې.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، نیکمرغي دا ده چې دا هېواد په تېر وخت کې هم له ورته ستونزو سره مخ شوی دی خو ډموکراسي هغه څه ده چې پخوا یې هم دا هېواد له ورته ګردابونو ژغورلې ده او اوس هم تمه شته ده.

بوش په مستقیمه توګه پر ټرمپ نیوکه نه ده کړې خو زیاته کړې یې ده چې اوسني واکمنان باید ځانونه اصلاح کړي.

بوش داسې مهال په اوسنیو واکمنانو نیوکه کوي چې نوموړي په خپله دوره دامریکا تر ټولو اوږدې جګړې پیل کړې، هغه جګړې چې لایې هم امریکا په پایته رسولو نه ده بریالۍ شوې.

مربوطه مطالب

Back to top button