عراق: مظاهرو کې ۳۰۰ کسان وژل شوي

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ لړم،  ۱۳۹۸ل)

د عراق پلازمينه بغداد کې چې له څو اونیو راهیسې لاريونونه ادامه لري، د امنیتي ځواکونو سره د تاوتریخوالي په نتیجه کې ورځ تر بلې د وژل شوي شمېر زیاتيږي. ورته مهال له حکومت څخه غوښتنه شوې چې د خلکو اندیښنې دې جدي ونیسي.

په ژينیف کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر ویلي، چې د اکتوبر میاشتې د پیل راهیسې د عراق په احتجاجونو کې د ټول هیواد په کچه د ۲۶۹ کسانو وژل شوي او د تر ۸۰۰۰ ډیر ټپيان شوي دي، او غير ثبت شوژ شمیرې کیدای شي تر دې ډیرې لوړې وي.

ملګرو ملتونو د زور زیاتی د بندیدو غوښتنه کړې او له حکومت څخه یي غوښتي دي چې د مظاهره کوونکو روا اندیښنې جدي ونیسي. د عراق دننه هم بانفوذه څيرو ، لکه د آیت الله علي السیستاني غږ کړی چې نو ور روان وضعيت نشي زغملی.

د شعیه ګانو دغه مهم روحاني مشر هم پر امنیتي ځواګونو تور لګولی دی چې د اعتراض کونکو د تيت پرک کولو او مخنيوي له پاره یې تاوتریخوالي څخه اخیستی او له حکومت څخه یې غوښتي دي هر څومره ژر چې ممکن وي د خلکو غوښتنو ته ځواب ووایی.

مربوطه مطالب

Back to top button