پاکستان: محکمې د درملنې لپاره کراچۍ ته د زرداري د ليږد غوښتنه رد کړه

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۱ لړم، ۱۳۹۸ل)

محکمې د بانک د جعلي اکاونټونو قضیه کې د پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د درملنې لپاره د کراچۍ ته د لېږدولو غوښتنه رد کړه.

محکمه دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې وړمه ورځ يې د پخواني ولسمشر زرداري او د هغه ملګري فریال تالپور قضایي ریمانډ د نومبر تر ۲۶ نيټې پورې وغځاوه.

د اصف زرداري وکيل ‘لطيف کهوسه’ د درملنې لپاره کراچۍ ته د اصف زرداري د لېږد غوښتنه کړې وه او ویلې یې و، چې د اصف زرداري ټول طبي ريکارډ په کراچۍ کې دی او هلته یې ښه درملنه کيدای شې.

خو قاضي د دې غوښتنې مخالفت وکړ او ويې ويل چې اصف زرداري ‘پمز’ روغتون ته لیږدول شوی او ټول طبي سهولتونه ورکړل شوي دي او که هغه د خصوصي ډاکټر مرستې ته اړتیا ولري ، حکومت څخه دې غوښتنه وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button