څارګر احمدزی
دا چې ځوانان په هره ټولنه کې د ملا د تير حيثيت لري، ځکه نو هغه ټولنې چې ځوانان يې په خپل دين، عقیده، کلتور، دود او دستور باندې کلک او مظبوط ولاړ وی، د پرمختګ په حال کې دي او اکثره يې په نورو ټولنو باندې حاکمانې دي، خو د کومو ټولنو ځوانان چې له خپل دين، کلتور، عقيدې او دود دستور څخه ناخبر وي، نو دغه ډول ټولنې تل د پرديو تر استعمار لاندې راځي، تل په غمونو کې ډوب وي، تل يې ازادي ورڅخه سلب شوې او محکوم شوي دي.
له دغو وروسته پاتې او محکومو ټولنو څخه يوه هم اسلامي ټولنه ده چې له څو سوو کلونو راهيسې د کفارو تر يرغلونو، ناخوالو، حملو او رنګارنګ تکليفونو څخه لاندې ده، هيڅ قرار نه مومي.
نو ځکه د ځوانانو پام څو کرښو ته را اړوو!
تر ټولو مخکې خو دا چې کفري نړۍ د اسلامي امت ځوانانو ته داسې دامونه ايښي دي چې ورځ تر بلې په کې راګير کېږي. چې د هغو له جملې څخه يې يو هم د وطن په اړه فکر، احساس او مفکوره ده، کله چې له نن نه څو سوه کاله مخکې صليبيانو پر اسلامي سيمو باندې يرغل کولو نو ټول مسلمانان به په يوه خوله د دوی مخې ته درېدل او د خپل هر ډول حق دفاع به يې ورڅخه کوله. ځکه نو صليبيان په دې اړه په فکر کې شول چې داسې يوه فارموله راوباسي تر څو اسلامي نړۍ په مختلفو برخو ووېشي، په اسلامي سيمو کې سرحدات رامنځته کړي او د مسلمانانو تر منځ تګ راتګ محدود کړي.
د مثال په توګه په اوسني وخت کې د افغانستان يو شخص نشي کولی چې نورې اسلامي نړۍ ته له پاسپورټ پرته لاړ شي. په داسې حال کې چې مسلمانان په خپل منځ کې د ورورولۍ دعوه هم کوي. بلخوا بيا که چېرته امریکايان وغواړي چې کوم اسلامي هېواد ته لاړ شي او يا هم د نورې صلیبي نړۍ کوم څوک وغواړي نو ازادانه کولی شي چې لاړ شي، بلکې د امنيت تضمين يې هم د مسلمانو چارواکو له لوري کېږي.
بل دا چې صليبيانو چې په کوم وخت کې د مختلفو اسلامي قبيلو تر منځ بې کچې مينه، محبت، ورولي او يوه له بله ځارېدل وکتل نو په سترګو يې ورته خړه راغله او پلان يې جوړ کړ چې په پايله کې يې د اسلامي امت تر منځ د ژبني، وطني، قومي، نژادي او نور ډول ډول تعصبونو بنيادکېښود.
د دې غوره مثال په اوسني وخت کې که فکر وکړو نو ډېر ښه به يې ومومو! په فلسطين باندې اسرائيلو بريدونه کړي دي او دا دی لا اوس هم هر ډول ظلمونه او وحشتونه پرې تر سره کوي، تر ټولو عجيبه بيا دا چې ټوله کفري نړۍ د فلسطينيانو او اسرائيليانو تر منځ جنګ کې د اسرائيلو ملاتړې ده خو اسلامي نړۍ بيا د فلسطین په اړه يوازې يوه تشه اعلاميه هم نه خپروي. ورسره درېدل خو لا په ځای پرېږده!
ورسره خوا کې چې کوم عربي هېوادونه پراته دي هم په فلسطيني مسلمانانو يې خپل سرحدات بند کړي دي او هيڅ يو فلسطينی نشي کولی چې مصر يا کوم بل عربي هېواد ته واوړي. يا د اسرائيلو له ظلم څخه کوم عربي هېواد ته پناه يوسي.
دغه شان په افغانستان باندې د امريکا ناټو يرغل ته که وګورو نو ټولې کفري نړې ورته اشر کړی دی، خو که چېرته له کوم بل اسلامي هېواد څخه يو مسلمان د افغانانو د مرستې لپاره د امریکايانو په خلاف غږ پورته کړي نو په دې ملامت دی چې دی خو پنجابی دی، زمونږ په ملک کې يې څه کار؟ يا هم دی خو عرب دی د ده يې زمونږ له هېواد سره څه؟
دغه بې اتفاقي او د يوه له بل غم څخه نه خبرېدل د قومي، ژبني، سمتي او نورو تعصبونو له امله رامنځته کېږي.
د اسلامي امت لوستي ځوانان خصوصاً هغه چې عصري علوم تر سره کوي، په ډېره ټيټه کچه اسلامي احساس لري، يا خو يې بيخي له سره لري، نه بلکې يوازې او يوازې د دې غم ورسره وي چې څنګه فارغ شي او څنګه يوه داسې دنده تر لاسه کړي چې يوازې دی پکې ښه څورب وي، نور نو دی په اسلامي امت څه کوي؟؟
اسلامي امت پوه شه! او کار يې.
دا له دې امله چې هغه د پښتو ژبې يو متل دی وای چې ځانځاني خپله خواري ده.
يعنې يو د بل په غم باندې غمجن کېدل نشته.
اصلاً کله چې يو د بل په غم باندې غمجن شي، همدې ته اسلامي احساس او اسلامي ورورولي وايي.
دغه شان د اسلام امت ځوانان اکثره د غرب په کلتور او دود او دستور مين دي، د غرب له کلتور سره مينه لري، پرمختګ ورته ښکاري په ځان او کورنۍ يې تطبيقوي، خو اسلامي کلتور ورته پېغور او وروسته پاتې ښکاري، نو هر کله چې دغه ډول حرکات په ځوانانو کې پيدا شي، بيا نو د ټولنې له درد او غم څخه بلکل غير اګاه وي.
يوازې او يوازې د غربيانو د ځوانانو په څېر پر ږيره سټايلونه او فېشنونه، پتلون، نکټايي، د لاسونو بندونه او نور د سينګار سامانونه او الات کاروي، ځکه يې نو اسلامي امت، اسلامي احساس او اسلامي کلتور نه وي په ياد.
نو لکه څنګه چې اسلامي امت په اوسني وخت کې د کفر تر تسلط او يرغل لاندې دی او کفر يې خپلواکۍ او ازادۍ ته نه پرېږدي، د سر سړي او کادرونه يې په خوار بې رحمانه توګه يا وژني او يا يې د تورو تمبو شاته اچوي.
ځوانانو ته په کار دي چې په ټوله اسلامي نړۍ کې لومړی د يرغلونو په خلاف لاس په کار شي او بيا د تېرو اسلامي نظامونو په څېر نظامونو ته کار پيل کړي. تر څو يو ځل بيا د امويانو، عباسيانو او عثماني خلافتونو په څېر په ټوله اسلامي نړۍ کې يو اسلامي نظام راولي او مسلمان ولس ته د خورا زیات خدمت جوګه وګرځوي.
خو دا به هغه وخت شونی کار وي چې لوستي ځوانان لاس په کار شي او خپل اهميت وپېژني، د پرديو له تسلط څخه ځانونه وژغوري او د زه او زما له شعار څخه مونږ او زمونږ شعار ته راوګرځي. د بې سټايلونو او عبسو لوبو پر ځای خپل امت ته هر اړخيز کار پيل کړي. ژبني، قومي، سمتي، هېوادني او هر ډول تعصبات له منځه يوسي.
هله نو بیا د اسلامي امت يو ځای کول او پکې اسلامي نظام راوستل شونی کار دی. کنه نو هسې يو خيال او خوب به وي.

















