کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۲ لړم، ۱۳۹۸ل)
جرمني کې د پروتست عيسايانو د کلیسا اړوند روزنتونونو کې ۷۷۰ تنه د جنسي پلوه ځورول شوي دي.
د پروتست عيسایي کلیسا یو راهب ‘کرستین فیرز ‘ يوې غونډې ته په وینا کې وویل: ” تیر کال د پيل شويو څېړنو په پايله کې معلومه شوېچې د کلیسا اړوند روزنتونونو کې تر ۷۷۰ ډېر کسان د جنسي ځورونې ښکارشوي، چې ډیری يې ماشومان دي.”
د يادونې وړ ده، چې ۲۰۱۰م کال کې هم جرمني کې د کاتولیکو عيسایانو په یو ښوونځي کې د ښوونکو له لوري په ۴۲۲ تنو د جنسي تیریو راز افشا شوی و.
دغه راز روان کال مې یوې جلا څیړنې ښوولې چې د کليسا ۱۵ تنه راهبانو او ښوونکو تر سلو ډیر ماشومان په جنسي لحاظ ځورولي دي.
د يادونې وړ ده چې په جرمني کې له دې وړاندې هم په کلیساوو او د کلیسا اړوند ښوونځیو کې پر ماشومانو د جنسي تیري او ځورونې پیښې رامنځته شوې وې.

















