مولانا فضل الرحمن د ازادي مارچ په پایته رسولو سره د پاکستان په ټولو ښارونو کې دمظاهرو اعلان وکړ

راپورتاژ: عاصم

د جمعیت علمای اسلام (ف)ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د حکومت خلاف د اپوزيسيون ګوندونو «ازادي مارچ» د پایته رسولو او پر ځای يې په ټول هېواد کې د حکومت ضد مظاهرو اعلان وکړ.

مولانا فضل الرحمن شېبه مخکې اسلام اباد کې د ازادي مارچ ګډونوالو ته د وينا پر مهال د احتجاجي ناستې د ختمولو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې تر دې وروسته به د اپوزيسيون ګوندونو غړي او پلويان د ټول هېواد په کچه په خپلو ښارونو کې د حکومت ضد لاريونونو ته دوام ورکوي.

مولانا زياته کړه، په هېڅ صورت د لومړي وزير عمران خان حکومت نه مني او تر هغو به خپلو مظاهرو او احتجاجي ناستو ته دوام وکړي، تر څو، چې عمران خان استعفا نه وي ورکړي.

د جمعيت علمای اسلام مشر له خپلو پلويانو او د اپوزيسيون ګوندونو له ټولو غړو مننه وکړه، چې شاوخوا دوه اونۍ يې د حکومت ضد احتجاجي ناسته کې زغم وکړ او هغوی ته يې وويل، چې نور بايد په منظمه توګه خپلو ښارونو ته ولاړ شي او هلته د حکومت پر ضد خپلو مظاهرو او احتجاجي ناستو ته دوام ورکړي.

مولانا فضل الرحمن نږدې دوه اونۍ وړاندې د کراچۍ له بندري ښار څخه تر اسلام آباده د لکونو پلویانو په بدرګه اسلام آباد ته خپل لاریون پیل او هلته دوه اونۍ دوام ورکړ.

مولانا د دې هېواد له لومړۍ وزیر څخه د استعفا غوښتنه کوي، او له دې غوښتنې څخه ځان اوخپل ملګري نه تیرېدونکي او خپله سره کرښه بولي.

بلې خوا بیا لومړي وزیر د مولانافضل الرحمن په مشرۍ د اپوزیسیون ګوندونو سره مذاکرات غواړي، غوښتنو ته یې دمنلو سینه ډبوي؛ خو له دندې لاس نه اخلي.

مولانا اوملګري یې ننني پلان ته د B پلان نوم ورکړی دی، او تاکید کوي چې هیڅکله به له خپلو غوښتنو تېر نه شي. دوی وایي، حکومت به اړ کوي تر څو له خپلې دندې لاس واخلي.

مربوطه مطالب

Back to top button