فلسطين: “اسلامي جهاد” ډلې اسرائیلو سره مشروط اوربند ته چمتوالی ښوولی

کابل ټکی کام (پنحشنبه، ۲۳ لړم، ۱۳۹۸ل)

تر دووه ورځنیو سختو جنګړ وروسته د فلسطين ‘اسلامي جهاد’ غورځنګ له اسراييلو سره په مشروط ډول اوربند کولو ته تیاری ښوولی دی. اسراييل هم اوربند ته چمتوالی ښودلی.

ورته مهال اسرائیلو هم اوربند ته چمتووالی ښوولی، د اسراييلو د دفاع وزیر ‘اسراييل کاتس’ ویلي، چي هیواد یې اوربند ته په دې شرط چمتو دی، چي له غزې تړانګې به په دوی بريدونه، نه کیږي.

تر دې وړاندې د ‘اسلامي جهاد’ غورځنګ مشر ‘زياد النخالة’ په تلويزوني مرکه کې د اوربند د عملي کولو له پاره درې شرطونه ياد کړي وو:

لومړی: اسراييل باید د فلسطينیانو د هدفي وژنو څخه لاس واخلي. دوهم: غزه کې د احتجاجونو په مقابل کې زور او تشدد نه کول. او دریم: داچې اسرائیل دې د فلسطيني قلمرو محاصره راکمه کړي.

د مصر په پایتخت قاهره کي د ملگرو ملتونو او مصر استازي د پردې تر شا کوښښ کوي، چي د ‘اسلامي جهاد’ او اسراييلو تر منځ اوسنۍ نښتي ختمي کړي.
.

مربوطه مطالب

Back to top button