قطر ته تلونکي سیاستوال: د زندانیانو له تبادلې څخه امریکا شاتګ وکړ

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۶ لړم ، ١٣٩٨ل)
قطر ته له کابل څخه د افغان سیاستوالو تللی پلاوی وایي چې د زندانیانو له تبادلې څخه هم امریکایي لوري تیښته او شاتګ وکړ.
دوی وایي، د امریکایي پوهنتون استادانو او طالب زندانیانو د تبادلې د ځنډېدو علت د امریکا له لوري د تازه شرایطو وړاندې کول وو چې طالبانو ورسره ونه منل.
دې پلاوي نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل، د زندانیانو د تبادلې تړون په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوی و، خو کله چې طالب زندانیان هغوی ته سپارل کېدل، امریکایي لوري د اوربند او بین الافغاني خبرو شرط وړاندې کړ،چې طالبانو رد کړ.
هغوی وایي، له طالبانو سره یې په کتنه کې د افغانانو غوښتنې شریکې کړې او طالبانو هم ژمنه کړې، چې کله له بهرنیانو سره د سولې تړون لاسلیک شي، نو دوی چمتو دي، چې د افغان حکومت په شمول له ټولو سیاسي لوریو سره مخامخ خبرې پیل کړي.
دوی په خپلو خبرو کې طالبان یو سیاسي او نظامي قوت یاد کړی، او په خبره یې چې طالبانو دخپلو مذاکراتي هڅو پر دوام هیڅ داسې ځای نه دی پریښی چې موږ دې ورڅخه د اویایمو لسیزو خطرات محسوس کړو.



