پاکستان: بلوچستان کې د چاودنې له امله اته تنه پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۲۶ لړم ، ١٣٩٨ل)

د پاکستان په بلوچستان کې د پاکستاني پوځیانو پر موټر د شوې چاودنې له امله درې پاکستاني عسکر وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

بلوچستاني چارواکو ویلي، دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ده چې د پوځیانو یو موټر د ګزمې په حال کې له کوچلاغ سیمې څخه تېرېده.

د چارواکو په وینا په دې پېښه کې درې پوځیان ځای پر ځای وژل شوي او پنځه نور یې په ټپي حالت کې روغتون ته وړل شوي دي چې د دوو هغو یې روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تر اوسه د پېښې پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې. خو وړاندې تر دې بلوچستان کې ډېری وخت د داسې پېښو پړه پر بلوڅ بیلتون غوښتونکو اچول کېده.

مربوطه مطالب

Back to top button