ليکوال: ابوعمر خپلواک
دوی څومره غټې او دروغجني دعوې کړې دي د انسانیت بشردوستي، د بیان ازادي او د ښځو حقوق.
انسانیت خو په دوی کې ځکه نه شته چې تاسو به لیدلې وي چي دوی له ځینو سړیو او ښځو د سپي په ډول استفاده کوي، يعنې د سپي په شکل یې رسۍ غاړه کې ورته اچولې وي او د سپي په شان عمل پرې کوي.
بل په دوی کي د انسان قدر تر هغه وخته پورې وي کله چې یو انسان ځوان یا ځوانه ښځه وي چې ددوی خواهشات سره پوره کېږي؛ خو کله چې د دوی مور او پلار زاړه شي، بیا یې په خپل کور کې هم نه پرېږدي، له کور څخه یې لرې یو ځای ته وړي چې هلته یوازې زاړه بوډاګان خلک ژوند کوي، د سپي په شان یې هلته تړي او په ټاکلي وخت ډوډۍ ورکوي.
بشر دوست خو دوی ځکه نه دي موږ ولیدل چي دوی په فلسطین، عراق، سوریه، سومالیه، افغانستان او نورو اسلامي هیوادونو کې يې له بشر سره څه ډول لوبې وکړي، له انسانانو سره ظلم يې یو طرف ته پرېږده؛ په افغانستان کې د صفریک په نوم یوې فوځي ډلې ته ددې له پاره دوی ټرنینګ ورکوي چې دوی د دغو فوځیانو زړونه کلک یاني وحشي کړي، د ټرنینګ په وخت یو ژوندی خوسکی یا ژوندۍ بېزه را ولي، بیا له هغې په ژوندونو پښې یا نور اندامونو پرېکوي، یا په ژوندونو څرمن ور څخه باسي، دا د دوی بشر دوستي ده
بل دوی د بیان ازادۍ دعوه هم کړې ده، که چېرې دوی رېښتیا بیان ازادۍ ته ژمن وي؛ نو تاسې وګورۍ چي دوی نن قرآن کريم په عام محضر کې د زرګونو خلکو چي پولیس هم ورته ولاړ دي اور ور اچوي؛ نو کومه ده د بیان ازادي؟ ولې دوی له یو کتاب څخه دومره په وېره کې دي؟
په دوی کې د ښځو حقوق دادي: ښځه کولی شي چې څه یې زړه وغواړي هغه باید تر سره کړي، ښځه کولی شي چي له هر نامحروم سړي سره چې دا وغواړي هر ډول اړیکه ساتلی شي؛ سړي خو لا پرېږده ددوی ښځې سړي یې په ځان ستړي کړې دي له خرو، سپيو، اسانو او له نورو ځناورو سره خپل جنسي خواهشات پوره کوي؛ نو دا د دوی د ښځو حقوق شول.
نو موږ پوهېږو چي ددوی ستونزه له مسلمانانو سره نه، بلکې د مسلمانانو له کتاب سره ده، د مسلمانو له مذهب سره ده، د مسلمانانو له قانون سره ده، د دوی اصل ستونزه له اسلام سره ده؛ خو بیا هم ځینې بې غیرته، بزدیله او بې ضمیره افغانانو وایي چې دا موږ ته وطن جوړوي.


















