قرآن سوځي!! خو مسلمانان لا هم ويده دي!!

غورځنګ
که څه هم د مسلمانانو په تېر څوارلس سوه کلن تاریخ کې به څوک ثابته نه کړي چې کوم مسلمان شخص دې د کوم کافر د عبادتځای او يا هم د دوی د ديني کتاب توهين او يا هم بې حرمتي کړې وي، خو صليبيان او يهودان بيا له مسلمانانو سره دومره تعصب لري چې د عامو مسلمانانو پر وژلو، بندي کولو او ترور کولو سربېره يې مقدسات هم نه پرېږدي او ورته توهينوي يې.
صليبيان دغه کارونه د دې لپاره ترسره کوي چې مسلمانانو ته خپل زور وښيي او خپلې هغه شيطاني دسيسې او توطئې مسلمانانو ته وښيي کوم چې په خپلو زړونو کې يې د اسلام له پيدايښته راپدې خوا لري.
چې دغه لړۍ اوس هم روانه ده، خصوصاً په خاص ډول په اروپايي صليبي هېوادونو کې د اسلامي مقدساتو دغه ډول توهين ډېر کېږي په داسې حال کې چې دغو اسلام دښمنه هېوادونو تل د بيان د ازادۍ درواغجن شعار وړاندې کړی او تل يې مسلمانان او د نړۍ ټول خلک په همدې غولولي دي چې ګواکې دوی په خپلو صليبي هېوادونو کې هر دين ته ازادي ورکوي او هر چاته د دې حق شته چې په خپل مورني او پلرني دين واوسي، خو د اسلام په دښمنۍ پسې يې داسې را اخيستې چې په کال کې یو ځل دغه ډول ناوړه او اسلام دښمنه اقدام کوی.
څو ځله مخکې هم په صليبي ملکونو کې دغه ډول ناوړه او مسلمان ضده اقدامونه شوي دي خو هر ځل دغه ډول خلک د باشهامته مسلمانانو تر بريد لاندې راغلي دي چې مثال يې څو کاله وړاندې د فرانسې په يوه مجله کې د اسلام د ستر پيغمبر صلی الله عليه وسلم کاريکاتور جوړ کړ او بيا يې په پوره سپين سترګۍ سره په تلوېزيونونو، مجلو او نورو رسنيو کې نشر کړ چې په دې سره يې د ټولو مسلمانانو زړونه سخت ودردول. څه موده وروسته بيا دوو مسلمانانو وروڼو (شريف او سعيد) د مسلمانانو د پيغمبر د غچ او انتقام په لپاره د فرانسې په همدې دفتر باندې بريد وکړ چې په پايله کې يې په دغه پېښه کې ملوث د دغه دفتر ۱۲ تنه غړي ووژل او په دې طريقه يې د مسلمانانو زړونه د دغو خلکو په وژلو يخ کړل.
دغه هېوادونه چې د اسلام د مقدس دين د مقدساتو توهين پکې زيات کېږي، په لومړي سر کې ډنمارک، فرانسه، ناروې او نور دي.
چې تېره ورځ يو ځل بيا په ناروې کې اسلام دښمنه اشخاصو دغه ډول عمل وکړ او د مسلمانانو سپېڅلي کتاب ته يې اور ورته کړ، چې د ناروې دغه عمل په دغه هېواد کې د مسلمانانو د کرکې لامل وګرځېده او په همدغه ملعون شخص يې حمله وکړه او په سوکانو او لغتو يې وواهه.
له يوې خوا که په ناروې کې دغه ډول مسلمان ضده اعمال حقيقي مسلمان ځوروي. خو بل لور ته د مسلمانانو مرګونې چوپتيا بيا تر ټولو هغو خطرناک حالت دی. ځکه چې په نړۍ کې اوس يوازېنی قوم مسلمانان دي چې په يوه داسې ګونګ او ګنګس حالت کې پراته دي او دومره د غفلت په خوب ويده دي چې د مقدساتو په توهين هم نه راويښېږي او نه يې هم مړ ضمير راژوندی کېږي. بلکې هماغسې د غفلت په خوب ويده دي.
د مسلمانانو دغه ډول خوب رښتيا هم د تأسف وړ خبره ده .
د دغو اعمالو په واسطه کفار او صليبي نړۍ غواړي چې د مسلمانانو جذبه او غيرت وازمايي، خو مسلمانان بيا کله هم دا تصور نه کوي بلکې د هماغو کفارو يرغل توجيه کوي او په خپلو هېوادونو کې له دغو يرغلګرو سره مرستې کوي.
د دې پر ځای چې د مسلمانانو ځوان نسل د قرآن او اسلامي مقدساتو د دغه ډول توهین غچ او انتقام واخلي او په خپلو سپېڅلو شيانو غيرت وکړي، بلکې په اسلامي نړۍ له کفري يرغلونو سره مرسته او کومک کوي. دا خو لا پرېږده چې د مسلمانانو ځوان لیکوالان او د نظر خاوندان هم په دغه ډول معاملو کې چوپه خوله مصلحت بولي او وايي چې د حکمت او مصلحت پر اساس چوپه خوله دي. خو دې ته سوچ او فکر نه کوي چې کله چې د صليبي نړۍ په خلاف په کوم اسلامي هېواد کې يو معمولي کار هم وشي نو صلیبيان څنګه په يوه خوله د مسلمانانو په خلاف څرګندونې کوي؟؟
خو مسلمانان بيا دا ډول نه دي .
نو په دې اساس د مسلمانانو ځوانان بايد د دې ډول بې حرمتيو په خلاف غږ اوچتول خپل کلک مسؤوليت وبولي او د دا ډول جرائمو د انتقام په فکر کې شي.
بل لور ته هغه اسلامي جهتونه چې په مختلفو اسلامي هېوادونو کې يې د کفر په خلاف جهاد او مبارزه پيل کړې ده؛ هم بايد دې ټکي ته جدي پاملرنه وکړي او بايد ټولې کفري نړۍ ته اخطار ورکړي چې په خپلو اسلامي اشغال شويو هېوادونو کې به له اشغالګرو صليبي پوځيانو څخه چې په سر کې يې امريکايان قرار لري؛ د قران د بې حرمتۍ غچ واخلي.



