د نړیوالې سوداګري خونه: د ټاګنو نامعلوم برخلیک له امله پانګوال نوو پانګو ته زړه نه ښه کوي

کابل ټکى کام (شنبه، ۲ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د نړیوالې سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د ځنډ له امله ګڼې برخې زیانمنې شوي دي او ډېری پانګه‌وال نوې پانګونې ته زړه نه ښه کوي.

د دې خونې مرستیال سخي احمد پیمان وايي، په هېواد کې روان ناڅرګند سیاسي وضعتیت، ناامني او د ټاکنو نامعلوم برخلیک د دې لامل شوی، چې ګڼ کارونه په ټپه ودرېږي.

د پیمان په خبره، نږدې ۵۰ سلنه کار او بار په ټپه درېدلی او د حکومت له‌خوا هم د ټولګټو خدمتونو وړاندې هم پیکه شوي دي

دوی وایي.«ستونزې ډېرې دي؛ هغه معلومات چې موږ یې لرو په ډېرو برخو کې کار او بار له ځوړ سره مخ دی او د دې ټول لامل ناامنۍ او د ټاکنو اوږدېدل دي.»

تېرې ولسمشریزې ټاکنې نږدې دوې میاشتې مخکې ترسره شوي؛ خو د دوو میاشتو په تېرېدو یې لا هم لومړنۍ پایلې اعلان شوي نه دي، چې د سوداګرۍ برخې مسوولین یې اندېښمن کړي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button