زلمی خليلزاد: ننګرهار کې د داعش خلاف د طالبانو عمليات اغېزمن او رښتونی پرمختګ دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۳، چهارشنبه)

وروسته له هغې چې په ننګرهار کې د طالبانو له خوا د داعش خلاف عملیات بریالي او دغه ډله يې په ياد ولايت کې له منځه يووړه زلمي خليلزاد هم د طالبانو عمليات اغېزمن بللي دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په خپله رسمي ټويټرپاڼه لیکلي، چې ننګرهار کې داعش خلاف وروستی کمپاين د متحده ایالاتو/ ايئتلاف، افغان ځواکونو له خوا د کمپاين یوه بيلګه ده چې طالبانو هم پکې برخه درلوده.

خليلزاد د داعش خلاف د طالبانو عمليات اغېزمن بللي چې په وينا يې له کبله يې د داعش- خراسان ډلې سيمې او جنګيالي له لاسه ورکړل او په دې برخه کې رښتونی پرمختګ شوی.

خليلزاد ليکي: “په ننګرهار کې وروستی کمپاین، یوه بیګله ده. د متحدو ایالتونو/ائتلاف او افغان امنیتي ځواکونو، دغه راز د طالبانو، لخوا د اغیزمنو عملیاتو له کبله داعش-خراسان سیمې او جنګیالي وبایلل، سلګونه تسليم شول”.

زلمي خليلزاد د د ډونالډ ټرمپ له قوله ليکي چې په افغانستان کې د داعش- خراسان پرضد رښتونی پرمختګ شوی خو زياتوي دغه ډله لا په پوره توګه له منځه نه ده تللې.

طالبانو له تيرو څو مياشتو راهيسې په ننګرهار کې د داعش پر خلاف عمليات وکړل چې بالاخره دغه ډله يې په یاد ولايت کې ختمه سلګونه جنګيالي يې ووژل شول، سلګونه نور يې حکومت د تسليمۍ په نوم حکومت سره يوځای شول.

ننګرهار ولايت ته د اشرف غني له سفر وروسته د اولسي جرګې غړو ادعا وکړه چې ننګرهار کې د داعش تسلیم شوي جنګيالي د حکومت له لوري بيرته ازاد شوي او په کنړ او نورو ولايتونو کې ورته زمينه سازي کيږي څو يوځل بيا ورته جبهې پرانيستل شي.

Related Articles

Back to top button