د ناټو استازی: ټولې سياسي ډلې دې د انتخاباتي کمېسيون پريکړې او پايلې ومني

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۳، چهارشنبه)

د افغانستان لپاره د ناټو استازی نېکولاس کې وايي، چې هيله لري د ټاکنو پايلې ژر تر ژره اعلان او نوی حکومت رامنځته شي.

د ناټو استازي پر ټولو سياسي ډلو او نوماندانو غږ کړی چې د انتخاباتو کمېسیون پریکړو ته درناوی او پايلې يې ومني.

که څه هم پرون د نوماندانو شورا په يوه ناسته کې د ملي مشارکت او ځينو نوماندانو د مؤقت حکومت پر جوړيدو ټينګار وکړ چې په وينا يې ټاکنې هيڅ ګټونکی نه لري خو نيکولاس کې په یوه تازه مرکه کې د مؤقت حکومت جوړولو خبره بې ځایه بللې زياتوي په اساسي قانون او ټاکنو قانون کې په دې اړه څه نشته.

هغه له نوماندانو غوښتي چې که د ټاکنو په تړاو اندېښنې لري نو بايد له اړونده کمېسيونونو سره کښېني او اندېښنو ته يې بايد ځواب وويل شي.

نوموړي دغه راز وويل، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو ملاتړ کوي او ټینګار يې وکړ چې د افغانستانه مسئله پوځي حل نه لري بايد دغه مسئله د خبرو له لارې حل شي.

تر دې مخکې ځينو نورو امریکايي چارواکو هم د ټاکنو په اړه څرګندونې کړې وې او ژر تر ژره يې د پايلو د اعلان غوښتنه کړې وه خو د ولسشمرۍ انتخاباتو شاوخوا دوه مياشتې تيريږي چې لا هم لومړنۍ پايلې نه دي اعلان شوي.

په ټاکنو کې د درغلیو، تقلب، تخنیکي ستونزو،په ټاکنو کې د خلکو د کمرنګه ګډون، په کمېسيون کې د اختلافاتو او بېلابيلو لاملونو له کبله د ټاکنو پايلې ځنډيدلي دي.

Related Articles

Back to top button