ننګرهار: حکومتي ځواکونو یوځل بیا ۱۸۰ تنه داعشي جنګیالي او کورنۍ یې ژغورلي دي

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
ننګرهار ولايت کې یوځل بیا حکومتي ځواکونو لسګونه داعشي جنګیالي او د دوی د کورنۍ غړي د وسلوالو طالبانو له محاصرې ژغورلي دي.
دننګرهار ولايت چارواکي وايي په دې ولايت کې د تېرې يوې مياشتې په موده کې ۱۴۵۰ تنه داعش، چې په کې ۴۱۳ جنګيالي دي حکومتي ځواکونو ته راغلي او دوی پناه ورکړې ده.
د دې ولايت والي شاه محمود مياخېل، چې رسنيو ته يې د ۱۸۰ تازه تسليم شويو داعشيانو او د دوی له لوري سپارل شويو وسلو د ښودلو په کنفرانس کې خبرې کولې وویل، په تسليم شويو کې ۹۶ داعش جنګيالي دي، چې په کې دوه ترکي، شل افغانان او نور پاکستاني اتباع شامل دي.
نوموړي زياته کړه، چې د وروستۍ يوې مياشتې په موده کې په دې ولايت کې ۱۴۵۰تنه، چې ۴۱۳ يې جنګيالي او پاتې نور يې ماشومان او مېرمنې دي حکومتي ځواکونو ته تسلیم او نيول شوي دي، همدا راز يې وويل چې ۸۸۸ د داعش اړوند مېرمنې او ماشومان په دې ولايت کې تر ساتنې لاندې دي.
ننګرهار کې د داعشي ملېشو د ژغورنې لړۍ هغه مهال لا چټکه شوه چې طالبانو یاد ولایت کې د دې پدیدې پر وړاندې درانده عملیات پیل کړل، سلګونه یې ووژل او ټپیان کړل، پاتې یې حکومتي ځواکونو په خپلو چورلکو کې جلال آباد ته انتقال کړل.



