کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۴ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د افغان سولې لپاره د امریکا دبهرنیو چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد، کابل کې د خپلو لیدنو کتنو په ترڅ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره کتلي د.
کرزي د سولې په تړاو د خلیلزاد د هڅو قدرداني کړې او هیله یې څرګنده کړې چې، د امریکا حکومت په متحدانه توګه د افغان سولې پروسې حمایت وکړي.
خلیلزاد وړمه شپه په یو نا اعلان شوي سفر کابل ته راغی، وروسته بیا دامریکا دبهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې طالبانو سره د په ټپه ولاړو مذاکراتو پیل اعلان کړ.
د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې وه چې خلیلزاد به کابل کې له سیاسیونو سره تر لیدنې کتنې وروسته دوحې ته ولاړ، او بیا ځل رسمي مذاکرات پیل کړي.
تېره اوونۍ د باګرام هوایي ډګر کې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم له افغانستانه دخپلو ځواکونو په کمولو، او طالبانو سره د یو تاریخي تړون له لاسلیک کېدو خبر ورکړی وو.
















