کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
افغان کرېکټ بورډ لوبډلې لپاره د توپوهنې برخه کې د نوي روزونکي ټاکلو په هدف بوست اعلان کړی.
له هغه وروسته چې افغان لوبډله په توپ وهنه کې له ګڼ شمېر ستونزو سره لاس او ګريوان ده، په ځانګړي ډول د اوږدې توپوهنې برخه کې ډېرې خاميانې لري، اوس غواړي په دې برخه کې نوی روزونکی وټاکي.
اوسمهال د افغان لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل د توپ وهنې روزونکي په حیث دنده پرمخ وړي؛ خو د کرېکټ د ماهرينو په نظر ښاغلی منګل نشي کولای په توپوهنه کې د افغان لوبډلې نېمګړتياوې پوره کړي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي چې ددوی پر شروطو برابر او تجربه کار کسان کولای شي د دیسمبر میاشتې له ۵مې نیټې څخه تر ۲۰مې نیټې پورې د دې دندې لپاره خپل نومونه ثبت کړي.
















