د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د مذاکراتو بیا پیل لپاره قطر ته رسېدلی

کابل ټکى کام (جمعه، ۱۵ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)

د افغان سولې لپاره دامریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن د جمعې په ورځ له کابل څخه قطر ته رسېدلی دی.

راپورونه وایي، هغه به طالبانو سره د سولې ولاړې خبرې بېرته له هاغه ځایه شروع کړي چې لغوه شوې وې.

خلیلزاد دوه ورځې په کابل کې وو، او هلته یې د اوسني او پخواني ولسمشرانو په شمول له یوشمېرافغان سیاستوالو سره سلا مشورې وکړې.

د کابل ادارې یوشمېر سرچینو خبر ورکړی چې خلیلزاد به د کابل حکومت د یوه همه شموله ټیم جوړولو ته وهڅوي ترڅو طالبانو سره بین الافغاني خبرې مخته بوځي.

تمه کېږي چې د خلیلزاد دا روانډ خبرې به نهايي نتیجه تر لاسه کړي، او د یوې تاریخي موافقې په لاسلیکولو سره به د دایمي سولې زیري راوړي.

مربوطه مطالب

Back to top button