د ناکامورا د جسد وړلو لپاره يې کورنۍ کابل ته رسېدلې ده

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

نن جمعه د وژل شوي جاپاني ډاکټر تيتسو ناکامورا، د کورنۍ غړي د هغه د جسد وړلو لپاره د افغانستان پلازمينې کابل ته رسیدلي. ۷۳ کلن ناکامورا وړمه ورځ د ننګرهار ولايت مقام ته څېرمه د نامعلومه وسلوالو په يوه بريد کې له پنځو افغانانو سره ووژل شو.
اسوشتيد پريس خبري آژانس د جاپاني چارواکو په حواله رپوټ ورکړی، چې کابل ته د نوموړي د جسد وړلو په هدف راغليو کسانو کې د نوموړي ميرمن او لور هم شامل دي. دغه راز د ناکامورا د ښوونځي يو ملګری او د هغه درې همکاران هم کابل ته تللي دي.
ناکامورا له ۲۰۰۸ميلادي کال څخه د افغانستان ختيځ ننګرهار ولایت کې د ټولګټو پروژو په جوړولو او په ځانګړي ډول د اوبو رسونې دسيسټم په سمولو بوخت و، چې په سيمه کې د «کاکا مراد» په نامه مشهور و.
چارواکي وايي چې بریدګر د پيښې له ځايه په تيښته بريالي شوي، خو زياتوي چې لا هم د هغو د نيولو په موخه د دوی هڅې ادامه لري. طالبانو دغه بريد په کلکو ټکو غندلی او په پيښه کې يې لاس لرل رد کړي دي.
نن جمعه د افغانستان په بيلابيلو سيمو کې افغانانو د ناکامورا په یاد شمعې ولګولې او د هغه وژل یې وغندل او خو ست ولايت کې يوه څلورلارې هم د نوموړي په نوم ونوموله.

مربوطه مطالب

Back to top button