کابل ټکی کام (جمعه، ۱۵ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
د مراکش هيواد د ترهګرۍ ضد پولیس وايي چې نن چهارشنبه يې د پوځي عملیات په ترڅ کې د دغه هېواد (نادور) سیمه کې د داعش ډلې درې غړي نیولي دي او همدغه مهال د هسپانیا پولیسو مادرید ته څېرمه د همدغې نيول شوې شبکې “مشر” نیولی دی.
د فرانسې خبري اژانس د مراکشي چارواکو په حواله لیکلي، چې نیول شویو کسانو د ترهګریزو بریدونو پلانونه جوړول. د عملیاتو پر مهال له هغوی څخه تلیفونونه، برېښنايي آلې او ځينې اسناد هم ترلاسه شوي دي..
ک څه هم مراکش کې امنيت ډېر ښه دی ؛ خو له هغه وروسته چې تېرکال “داعش ډلې” د سکاندینیوا هيواد د دوه سیلانیانو د وژلو مسئوليت و مانه، مراکشي چارواکي وايي امنيتي تدابير يې سخت کړي او له اروپايي هېوادونو سره په ګډه د داعش وسلوالو پر ضد مبارزه کوي.
















