د امریکا پوځي اډه کې د سعودي پوځي بريد؛ شاه سلمان ډونالډ ټرمپ ته زنګ وهلی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۱۶، شنبه)

پرون د جمعې به ورځ د امريکا فلوريډا ايالت په پنساکولا پوځي اډه کې یوه سعودي پوځي برید کړی چې درې تنه پکې وژل شوي او شاوخوا نهه تنه نور ټپيان دي.

بريد د محمد سعيد الشمراني په نوم د سعودي د هوايي ځواکونو یوه عسکر چې په ياده بوځي اډه کې يې زده کړه کوله، ترسره کړی دی.

ويل کيږي، دغه بريد کې د يادې پوځي اډې هغه امريکايي عسکر په نښه شوي چې وسلې يې نه لرلې او په پوځي زده کړه بوخت و.

د سعودي عربستان پاچا شاه سلمان د امريکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ ته تيليفون کړی او پر یاده پېښه يې خواشينې څرګنده کړې ده.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه په تازه ټويټ کې ليکلي، چې د سعودي عرب بادشاه سلمان په پنساکولا پوځي اډه کې د وژل شويو او ټپي شويو کورنيو ته تعزيت وړاندې کړی او هغوی سره يې د خواخوږۍ اظهار کړی.

شاه سلمان ويلي، په ياده پوځي اډه کې وحشیانه بريد په کلکو ټکو غندي، دغه بريدګر هيڅکله د سعودي د خلکو استازولي نه شي کولی.

دغه راز د سعودي د بهرنيو چارو وزارت هم په خبره کړې اعلاميه کې دغه بريد یو کرکجن جرم بللی زياتوي چې په دې اړه به له امریکايي امنیتي ادارو سره په څيړنو کې مرسته وکړي.

څو ورځې مخکې هم په ياده پوځي اډه کې یوه امریکايي افسر دوه تنه نور د دغه هوايي اډې کارمندان په ډزو ووژل.

مربوطه مطالب

Back to top button