افغام کرکټ بورډ د ۱۹ کلنو نړيوال جام ته د ‘فرهان زاخیل’ په مشرۍ لوبډله اعلان کړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)

افغان کرکټ بورډ د ۱۹ کلونو کم عمره ځوانانو نړیوال جام ته د فرهان زاخېل په لوبډلمشرۍ ۱۵ کسیزه افغان لوبډله اعلا کړه.

د کرکټ بورډ ویاند ‘فرید هوتک’ نن یکشنبه رسنيو ته وویل، چې دا لوبډله د غوراوي کمېټې لخوا د لوبغاړو لیاقت او وړتیا ته په کتو غوره شوې ده.

د ښاغلي هوتک په خبره په دې لوبډله کې لاندې لوبغاړي ګډون لري:

“فرهان زاخېل (لوبډلمشر)، صديق اتل، رحمن الله ځدراڼ، ابراهيم ځدراڼ، اسحاق محمدي، نور احمد، شفيق الله غفاري، جمشېد مير علي خېل، عبدالرحمن، عابد تڼی، فضل حق، عمران مير، ظهېب زمانخېل، اصف موسی زی او عابد محمدي.”

ټاکل شوې چې د ۱۹ کلنو کم عمره ځوانانو د يو ورځنيو لوبو نړيوال جام د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په ۱۷مه نېټه په سویلي افریقا کې پيل شي، چې د فبروري تر ۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.

د کرکټ بورډ له معلوماتو سره سم په دې نړيوال جام کې افغان لوبډله په ‘ډي ګروپ’ کې ده، چې په خپل ګروپ کې به د جنورۍ په ۱۷مه له سويلي افريقا، د جنورۍ په ۲۲مه له متحده عربي اماراتو او د جنورۍ په ۲۴مه له کاناډا سره لوبه کوي.

مربوطه مطالب

Back to top button