بغلان: مرکزي بغلان ولسوالۍ کې ۱۷ تنه حکومتي عسکر طالبانو سره یوځای شوي دي

کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۷ لیندۍ ، ١٣٩٨ل)
د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د جلب او جذب کمیسیون په هڅو ګڼ شمېر حکومتي عسکر له خپلو دندو لاس په سر، او طالبانو سره یو ځای شوي دي.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه د دې خبر پخلی کړی او لیکلي یې دي،《نن د بغلان ولایت مرکزي بغلان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۱۷ عسکر او پولیس له خپلو دندو لاس پر سر او له مجاهدینو سره یوځای شول.
مجاهد زیاته کړې، د جلب و جذب مسئولینو د تسلیم شویو عسکرو هرکلی وکړ او خپل عادي ژوند ته یې سوق کړل》.
په دې وروستیو کې دطالبانو دجلب او جذب کمیسیون په هڅو په مختلفو ولایتو کې سلګونه حکومتي عسکرو خپلې دندې پریښي، او له تضمین وروسته خپل عادي ژوند ته ګرځېدلي.



