افغانستان ولې همېش له يرغلونو سره مخ کېږي؟؟

غورځنګ

امريکا چې دوه لسيزې وړاندې يې پر افغانستان باندې يرغل کاوه، نو يوازې دا نه چې په سيمه کې دې طالبان وځپي او د طالبانو نافذ اسلامي نظام دې له منځه يوسي، بلکې په افغانستان کې دامريکا ډېرې زياتې موخې وې چې د هغو پلي کولو امریکا دې ته وهڅوله تر څو پر افغانستان باندې يرغل وکړي. او دغه سيمه چې يوه ستراتيژيکه سيمه ده؛ په خپل کنټرول کې واخلي.

د افغانستان ستراتيژيک موقعيت د تاريخ په اوږدو کې د دې لامل شوی چې بهرني تاړاکونه پرې راغلي او دغه هېواد يې خورا ځپلی دی، خو دا چې مېړنی ولس او غيور ملت لري نو د يرغلونو پر وړاندې يې په پوره مېړانه او شهامت سره پاڅونونه کړي او هر يرغل ته يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي دي.

په تاریخونو کې ثابته شوې، که کوم يرغلګر هېواد غواړي چې منځنۍ اسيا کنټرول کړي او يا هم په اسيا ميانه باندې خپل نفوذ ولري نو بايد چې تر ټولو لومړی افغانستان په خپل ګورت او کنټرول کې واخلي، کله چې افغانستان په خپل کنټرول کې واخلي نو بيا د نورې اسيا کنټرول ډېر اسانه دی.

بل لور ته تاریخونو افغانستان د هند د دروازې په نامه هم یاد کړی، نو کله چې کوم يرغلګر غواړي پر هندوستان يرغل وکړي او نيسي يې، بايد لومړی افغانستان ونيسي تر څو د هندوستان نيول ورته اسان شي، خو د تاریخ دغه خبره پخوا ډېره صحيح وه ځکه چې هندوستان به تل د افغانستان د واکمنانو تر کنټرول لاندې ؤ او ان تر دې چې اوسنی هندوستان به د افغانستان يوه صوبه يا ايالت ؤ نو په دې اساس به که چا غوښتل چې هندوستان ونيسي نو لومړی يې بايد افغانستان نيولی وای.

بل لور ته دا خبرې هم تاريخ ثبت کړې دي چې هندوستان د نړيوالو يرغلګرو لپاره د طلايي چرګې حيثيت لرلی دی، خو دا چې د دغې طلايي چرګې مالکان اکثره وخت افغانان وو نو ځکه خو به که نړيوالو د هندوستان د طلايي چرګې لاسته راوړل غوښتل نو لومړی يې بايد افغانستان نيولی وای او بيا يې هند په اسانۍ سره نيولای شوای.

د همدې خبرې د تثبيت لپاره برتانيې پر هند باندې د يرغل کولو او په هندوستان کې د ډېر وخت د تېرولو لپاره افغانستان لومړی ناکرار او بيا يې په څو برخو ووېشه او وروسته يې تقريباً دوه پېړۍ په هندوستان کې ښې ارامې تېرې کړې او دا ځکه چې د دغو دوو پېړيو په اوږدو کې يې افغانستان نا ارام کړی وو.

تاریخونه دا هم وايي چې په نړۍ کې داسې قومونه ډېر کم دي چې د پرديو کلتور دې ونه مني او پر خپل کلتور دې کلک او مظبوط ودرېږي، چې د دغه ډول قومونو او ملتونو له جملې څخه يې افغانستان په سر کې قرار لري، پردی کلتور نه مني، ازادي خوا ولسونه لري، خپلواکي يې په خټه کې اغېږل شوې ده نو ځکه خو که چېرته پردي يرغلګر پرې يرغل وکړي، دوی يې پر وړاندې سرسخته مبارزه کوي او يرغلګر ماتوي.

په وروستيو کې داسې هم ويل شوي چې افغانستان د کانونو بې شماره او ډېرې زېرمې لري او دا چې اوس د پرمختللې ټکنالوژۍ دور دی نو ځکه خو له درېوو وروستيو نړيوالو تاړاکونو سره مخ شوی دی. او دغو تاړاکونو ځکه پر افغانستان باندې په خپلو وختونو کې حملې کړې چې د افغانستان له کاني زېرمو څخه په پراخه کچه ګټه واخلي.

په هر صورت پورتني لاملونه دي چې افغانستان يې تل له نړيوالو تاړاکونو سره مخ کړی دی او ان تر دې چې په نيمه پېړۍ کې دوه ځله نړيوالو يرغلګرو پرې حملې کړي چې د هغو له جملې څخه يې يو هم روسان او بل امریکايان دي. چې د دواړو د يرغلونو تر منځ تقريباً پنځلس يا شل کاله وو.

مربوطه مطالب

Back to top button