کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۷ ليندۍ، ۱۳۹۸ل)
اسرائيل وايي په هيڅ صورت خپل حريف ایران نه پريږدي، چې اټمي وسلو ته لاس رسی ولري، او که په دې لاره کې نورې لارې بندې شي، د ايران بمباریدل له امکانه لیرې نه بولي.
دا څرګندونې د اسرائيلو خارجه وزیر ‘اسرائيل کتڅس’ ایټالیا څخه د لیدني پر مهال ‘کوریره دې لا سېرا’ ورځپاڼې سره په مرکه کې کړي دي، نوموړي د ورځپاڼې ددې پوښتنې په ځواب کې چي ایا اسرائيل د ایران بمبارۍ ته د یوه امکان په سترگه گوري؟ وویل: “هو، دا یو امکان دی”.
کتڅس وویل: “موږ به ایران ته ددې اجازه ورنه کړو چي اټومي وسلې ولري.” خو په خبره یې د نظامي انتخاب څخه به ترټولو وروسته استفاده وشي.
کتڅس پر اروپايي ټولنې باندې هم له دې امله انتقاد وکړ چي د ایران پر ضد د امريکا د جمهور ريس ډونالډ ټرمپ د سختې پاليسي سره ملگرتيا نه کوي.
د يادونې وړ ده، چې تېر کال امريکا ایران سره د پنځو سترو قدرتونو (امريکا، چین، روسیه، بریتانیه، فرانسه او جرمني سره معامله شوي اټومي تړون څخه ووتله.

















