خليلزاد: د سولې پروسې مهم پړاو ته نږدې کېدونکي یو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۸، پنجشنبه)

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، چې د سولې پروسې یوه مهم پړاو ته نږدې کېدونکي دي.

نوموړي دغه څرګندونې په خپله رسمي ټويټرپاڼه کړي زياتوي، په کابل کې يې له چارواکو او سياستوالو سره دوه ورځنۍ سلا مشورې بشپړې .

د امريکا استازی زلمی خليلزاد له څو ورځني ځنډ وروسته وړمه ورځ یو ځل بيا کابل ته راغلو او پرون د چهارشنبې په ورځ ناوخته يې پر خپله ټويټرپاڼه وليکل، چې دلته يې د ګډ حکومت له دواړو مشرانو، پخواني ولسمشر حامدکرزي، د بهرنيو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال ميلر او یو شمير سياستوالو سره په ليدنو کې د سولې پروسې په اړه معلومات ورکړي.

خليلزاد په دې اړه ډير جزيات نه دي ورکړي خو وايي، د سولې پروسې یوه مهم پړاو ته نږدې کېدونکي دي.

امريکا له درې مياشتني ځنډ وروسته یو ځل بيا طالبانو سره مذاکرات پيل کړي چې د باوري سرچينو د معلوماتو پر بنسټ، دغه خبرې یوافقې ته نږدې شوي دي.

د روانې دسممبر مياشتې په دولسمه نيټه په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه ليکلي و چې د امريکا او طالبانو مذاکراتو ډلو ملاقاتونه مثبت و او دواړو خواوو موافقه وکړه چې د څو ورځو له وقفې او مشورو وروسته به خپلو خبروته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button