(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ ليندۍ ۲۸، پنجشنبه)
د امريکا ولسي جرګې په لوړ اکثريت سره د متحده ایالاتو د ولسشمر ډونالډ ټرمپ د استیضاح پریکړه تصويب کړه.
د امريکا پر ولسمشر ټرمپ تورونه دي چې له خپل واک يې ناوړه ګټه اخيستې، پر اوکراين د سياسي موخو لپاره فشارونه زيات کړي، د سياسي ګټو لپاره له بهرنيو هيوادونو مرسته غوښتې او د ولسي جرګې چارې له خنډ سره مخ کړي دي.
ټرمپ به له ولسي جرګې وروسته د مشرانو جرګې ته د محاکمې لپاره استول کيږي خو هلته يې له دندې د ګوښه کېدو چانس ځکه کم دی چې ډيموکراټان له دريو دوه برخې رايې نه لري.
ډونالډ ټرمپ د ولسي جرګې له پریکړې وروسته په خپله ټويټرپاڼه لیکلي، چې ده کومه ګناه نه ده کړې خو سخت دريځه کيڼ اړخي دیموکراتان يې استيضاح کوي په خبره يې دا ډيره بده خبره ده او په راتلونکي کې بايد د امریکا له هيڅ کوم ولسمشر سره ورته ډول چلند ونه شي.
ټرمپ د امريکا په تاريخ کې درېيم ولسمشر دی چې په ولسي جرګه کې يې د استيضاح پريکړه تصويبږي.

















