امرالله عمران
رښتیا معامله ګره دوره کې څه تېر شوو ؟
کله چې په ۲۰۱۴ کال کې تش په نوم د یوې معاملې په ترڅ کې د ملي یوالې حکومت بنسټ کېښود شو، نو پنځه کاله یې افغانستان کې داسې معامله ګره دورې ته لاره هواره کړه، چې واکمن د خپل واک د دوام لپاره د هر چا سره د هر امتیاز په بدل کې معامله کوله.
دې دوره کې په لومړي ځل نه جبرانیدونکي جنایات تر سره شول.
لومړی د واک پر ګدۍ د کېناستو لپاره یې پر اساسي قانون معامله وکړه او د اجرائیه ریاست یې رامنځته کړ چې د امریکا پرېکړې ته تر اساسي قانونه، او د ولس درائیو زیات ارزښت ورکول شوو.
دویم اشرف غني دخپل واک پرمهال تر ټولو ستر خیانت چې افغانو سره یې وکړ، هغه د امریکا نه د اجرايي ضمانت له تر لاسه کولو پرته د واشنګټن او کابل د امنیتي تړون لاسلیکولو معامله؛ چې قیمت یې تر اوسه افغانان پرې کوي، هره ورځ بې ګناه افغانان بمبار کیږي، شکنجه کیږي، مدرسه، جماتونه، کورونه، بمباريږي.
دریم د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د واک د دوام لپاره په سستماتیکه توګه د قومي؛ ژبنیو او مذهبي تعصوبات زیات شوو، کله چې دده د عبدالله عبدالله سره د واک په سر ناندرۍ راپورته شوې، لومړی یې د پښتون او فارسیوان مسئله را پورته کړه، تر څو واک ته له قوي دریځه را داخل شي، چې پایله یې بیا هم د یو مشترک حکومت را منځته کیدل وه، خو په داخل کې یې د پښتو او فارسیوان کړکیچ ته لاره هواره شوه، چې بیا
د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د افغان کلیمه ناندریزه شوه.
څلورم د اشرف غني په دوره کې د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل پر ډېورند کرښه د اغزن مزي او کټارو لګول پیل شول.
چې ځینې افغان چارواکو ویلي: اشرف غني په ډیورنډ لین معامله کړې.
دا او دې ته ورته معاملې د خپل واک د دوام لپاره تر سره شوي او داسې جنایات ترسره شوو چې په خپل وخت کې بې ساري وو.
د اشرف غني په دوره کې د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل د شیعه ګانو پر جوماتونو او تکیه خانو ځانمرګي بریدونه وشول، ددې لپاره چې شیعه او سني تر منځ جنګ ته لاره هواره کړي، لکه څنګه چې امریکایان په عراق کې دې چارې کامیاب کړي وو، خو بیا هم امریکایان ونه توانېدل چې په دې چاره په افغانستان کې بریالې شي.
ځکه چې په افغانستان کې لا له پيله دا ډول تعصبات نه وو او نه هم افغان واحد ملت ورته ځای ورکاوه نو په دې اساس امریکايان په دغه دسيسه بريالي نشول.
خو اوس امريکايان غواړي له يوې بلې لارې په افغانستان کې ځان د بري تر حده ورسوي چې هغه هم د نفاق او مذهبي تعصب لاره ده او هغه دا چې داخلي کړکیچ رامنځ ته کول غواړي، هغه هم د مذهبي وژنو له لارې، امریکايان غواړي د سلفیانو او احنافو تر منځ جنګ ته لاره هواره کړي چې دا کار عملاً په ننګرهار کې تر سره کوي.
د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال د امریکايي ځواکونو له لوري پر افغانستان د نړۍ د ترټولو لوی غیر اټومي بم د بمونو مور و غورځول شو چې تر اوسه هلته فصل نه کیږي او د سیمې اوسېدونکي بېلابېلې خطرناکې ناروغۍ نیولي دي.
په افغانستان کې پنځه کاله داسې غلامه دوره تېره شوه چې د پاکستان د غلامۍ تاریخ یې را ژوندی کړ، امریکايي ځواکونو په هوايي بریدونو کې بې ګناه ولسي وګړو کورونه، مدرسي، جماعتونه، ښادۍ، جنازې بمبار کړي خو د هغو په تړاو د حکومت چوپتیا او نه غندل،او خواشني هم نه څرګندوله، آن تر دې افغان فوځ، د امریکایانو له لوري بمبارشوو، خو بیاهم افغان حکومت د امریکایانو په خلاف غږ قدرې نشو کولی.
په افغانستان کې پنځه کاله د غلام قیادت تر ټولو شرمونکی تاریخ جوړ شو.
اشرف غني د ټولو د ډيپلوماټیکو اصولو او ارونو پر خلاف څه موده مخکې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د لیدو لپاره د هغوی اډې ته د سلا مشورو لپاره ورتللو اوس د امریکا ولسمشر ته هم د یو ربوټ په څېر ولاړ ؤ.
موږ څومره ذلیله دوره ولیده!؟
بیا د داسې معامله ګرۍ دورې نه غواړو چې هم دې افغاني او هم اسلامي ار زښتونه پکې پیمال شي.
او افغانان پکې د پردیو د بنیادي ګټو لپاره د یوې الې په څېر استعمال شي.


















