کمېسيون: هغه نوماندان نغدي جريمه کيږي، چې تر۱۰سلنه کمې رايې لري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
په افغانستان کې د ولسمشرۍ چوکۍ دګټلو لپاره په لومړي سر کې اتلس تنه کانديدان وو، خو له ټاکنو لږ مخکې ۵ تنه یې له سیالیو ووتل.
د ټاکنو کمېسیون چارواکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د ولسمشریزو ټاکنو هغه کاندايدان چې له لس سلنې کمې رايي يي وړي دي، نغدي جریمه کوي.
د لومړنيو اعلان شويو پايلو له مخې د ۱۳ کاندايدانو په ډله کې یوازې دوو، اشرف غني او عبدالله عبدالله ياد شرط پوره کړی، او د ولسمشريزو ټاکنو پاتې ۱۱ کاندايدانو تر لس سلنې کمې رایې وړي دي.
د کمېسیون له لورې په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، کله چې شکايتونه وڅيړل شي او وروستۍ پايلې اعلان شي نو د يادو کانديدانو څخه به په ضمانت کې اخیستل شوې یو ملیون افغانۍ دولتي بودجې ته ورکول کيږي.
وړمه ورځ کمېسيون لومړنۍ پايلې اعلان کړې چې له مخې دګډ حکومت دوه مشران اشرف غني ۵۰ اعشاریه ۶۴ او عبدالله عبدالله ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رايو سره له نورو مخکې دي.
په پاتې ۱۱ نوماندانو کې ګلبدین حکمتیار، رحمت الله نبیل، فرامرز تمنا، سید نورالله جلیلی، عبدالطیف پدرام، عنایت الله حفیظ، محمد حکیم تورسن، احمد ولی مسعود، محمد شهاب حکیمی، غلام فاروق نجرابی او نور رحمان لیوال دي.
ديادونې وړ ده چې ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړو کاندیدانو د نوم ثبتونې پر وخت یو ملیون افغانۍ، د سل زره رایه ورکونکو نومونه، تذکرې او د ګوتو نښانونه د ضمانت په توګه کمېسیون ته سپارلي وو.


