نیشنل اینټرسټ: افغانستان کې دامریکا بریا ناممکنه ده

کابل ټکى کام (سه شنبه، ۳ مرغومی ، ١٣٩٨ل)

نیشنل اینټرسټ مجلې د امریکایي مشرانو له لوري د افغان جګړې تحریف ته په اشارې لیکلي، په افغان جګړه کې د واشنګټن بریا ناممکنه ده؛ باید پای ته ورسول شي.

افغانستان کې د امریکا د سیاستونو څارونکی ډانیل ډیویس په دې مقاله کې د واشنګټن پوسټ له لوري افشا شویو اسنادو ته په اشارې لیکي، دا اسناد ددې ښکارندویي کوي چې امریکایي مشرانو د افغان جګړې په اړه واقعیتونه د دې لپاره پټ کړي وو چې په دې هېواد کې د روانې جګړې د ګټلو لپاره خپلې ناکامې پرېکړې توجیه کړي.

د مقالې په یوه برخه کې لیکل شوي، امریکایي مشرانو سره له دې چې په دې هېواد کې یې د جګړې د ګټلو هیلې له لاسه ورکړې وې خو تېرو دریېو دولتونو د دې بې مانا جګړې د ګټلو لپاره امریکایي نظامیان قرباني کړل او بل شوی اور یې لا تازه کړ.

مقالې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې اسناد هیله بښوونکي بللي او لیکلي یې دي، دا اسناد ممکن د دې باعث شي چې د ټرمپ په مشرۍ امریکایي اداره د مخکینیو سیاستونو پر خلاف افغان جګړه ختمه او امریکایي سرتېري خپلو کورونو ته ستانه کړي.

واشنګټن پوسټ نږدې یوه میاشت وړاندې د افغان جګړې په اړه پارونکي اسناد خپاره کړل، دې ورځپاڼې په ښکاره ډول ادعا وکړه چې امریکایي حکومتونو په دې اړه خپل ملت ته درواغ ویلي چې باید محاکمه شي.

مربوطه مطالب

Back to top button