په يوه تازه څېړنې کې راځي چې چاغ انسانان نه یوازې خپل ځان ته تاوان رسوي بلکې په ځمکه کې د متوسط وزن لرونکو انسانانو برخلاف ۷۰ میلونه ټنه کاربن ډای اکسایډ پیدا کوي.
په چاغو کسانو څېړنه کوونکې اداره اوبیسټي سوسایټي څېړونکي وايي، چاغ انسانان په ټوله نړۍ کې ۱،۶ فیصده ګرین هاوس ګیس(د شنې خونې غاز 1*) پیدا کوي.
ددغې څېړنې لیکوال فیډون میګ وايي، چې د انسان بدن درمیانه کسانو ته پیدا کیدونکي پاکه هوا متضرر کوي، هغه زیاتوي، دا څېړنه هغو کسانو ته ډیره مهمه ده چې وزن کمولو ته ډیره لیواله دي.
په انسان څېړنه کوونکي هم وايي، چې کوم کسان ډیر چاغ وي ميټابولیزم عملیه هم چټکه وي او ډیر کاربن اکسايډ جوړوي، خو د اوبیسټي سوسایټي څېړونکي وايي، چې موږه دغه څېړنه د هغو کسانو چې ډیر چاغ دي د هغو له ډیموګراف ډیټا، کاربن ډاي اکسایډ غاز اخراجول او د هغو کسان چې چاغیږي د هغو له شمیرو څخه اخیستي.
دغه څیړونکي اخر کې زیاتوي، چې هغه کس چې چاغ وي د متوسط وزن لرونکي کس نه ۲۰ فیصده زیات ګرین هاوس غاز تولیدوي.
———————————
(1*)د شنې خونې غاز
د شنې خونې غاز د غازونو هغه مجموعه ده چې په اتومسفیر او د مځکې په چاپېریال کې شتون لري. غاز مرسته کوي چې مځکه توده وساتل شي او د هغې د تودوخې انډول او توزون سم وي.
د شنې خونې د غاز اړین غازونه اوزون، میتان، کـاربن ډای اکسايډ، نایتروجن مونو اکسایډ او د اوبو تاو (بړاس) دي.