اکسپرس ‌ټربیون: افغانستان کې د امریکا نظامي تګلاره ناکامه وه

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۸ل)

اکسپرس ټربیون پاکستانۍ ورځپاڼه د سیاسي چارو شنونکي محمد علي احسان يوه ليکنه راخيستې ده، نوموړی لیکي، چې په افغانستان کې د امریکا نظامي تګلاره ناکامه ده.

د نوموړي په باور امریکا په افغانستان کې پر نظامي تګلارې د ټینګار له امله ډېرې تېروتنې کړې دي. هغه وایي چې دا جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده او نه یوازې دا چې کومه لاسته راوړنه، نه لري، بلکې تر ډېره یې د امريکا په زیان تمامه شوې ده.

مطلب د امریکا د ماتې دلایلو ته په اشارې لیکي، په افغانستان کې د امریکا ټولو نظامي قومندانانو پر جګړه ټینګار کړی دی چې دا یې تېروتنه کړې ده او پرته له دې چې د جګړې عوامل وڅېړي جنګ ته یې دوام ورکړی دی.

د لیکوال په وینا، که چېرته د امریکا هدف په افغانستان کې سیاسي ثبات وایي نو هیڅکله به یې پر جګړه ټینګار نه و کړی.

ياده ورځپاڼه داسې مهال افغانستان کې د امريکا د ناکامۍ مطلب خپروي، چې امريکا قطر کې د طالبانو له سياسي استازو سره د خپلو ځواکونو د ايستلو پر سر لس پړاوه خبرې کړي او تمه شته چې په نږدې وخت کې امریکا افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورسوي.

مربوطه مطالب

Back to top button