کابل ټکی کام (دوشنبه، ۹ مرغومی، ۱۳۹۸ل)
لبنان کې د فعال شيعه تنظيم حزب الله عراقي ميشتې څانګې ‘حشدالشعبي’ امریکا ته د سختو بریدونو ګواښ کړی دی.
ددغې ډلې مرستیال د امریکایي ځواکونو د هوایي بریدونو په غبرګون کې ویلي چې امريکايي ځواکونو د دوی ملګري په نښه کړي او دغو بریدونو ته به هرو مرو ځواب ورکوي.
د وروستيو راپورونو له مخې ددغو بریدونو له امله ۲۵ تنه وژل شوي او ۵۱ نور ټپیان دي.
امریکا ادعا کوي چې دغه شعیه وسله والو ډلو ددوی پر نظامي اډو په بریدونو کې لاس درلود. د ياونې وړ ده، د جمعې په ورځ د عراق کرکوک کې د امريکايي ځواکونو پر ېوه مرکز راکټي بريدونو کې يو امريکايي وژل شوی و.


















